مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ستره احمق پولي؛ افغانستان اوس هم د څلور میلیارده ډالرو کرنیز توکي واردوي

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
ولسمشر اشرف غني وايي په داسې حال کې چې افغانستان په داخل کې د کرنیزو محصولاتو د تولید ظرفیت لري، خو هر کال د څلور میلیاردو ډالرو په ارزښت کرنیز توکي له بهره واردوي. ولسمشر اشرف غني چې پرون یې په ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته خبرې کولې، دا کار د افغانستان لپاره «احمق پولي» وباله. نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د هغه ټول تمرکز پر دې وي چې څنګه افغانستان له وارداتي څخه صادراتي هېواد ته بدل کړي. اشرف غني په دې برخه کې په ختیځو ولایتونو کې د فرصتونو یادونه وکړه او د یادو ولایتونو له والیانو څخه یې وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د پانګونې او پراختیايي پروژو په اړه طرحې جوړې او نوموړي سره یې شریکې کړي. ولسمشر په لنډ وخت کې د یو شمېر پراختیايي پروژو د عملي کېدو یادونه وکړه. هغه وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په لغمان کې د اوبو شاهي کانال پروژه پرانېستل شي. نوموړي دغه راز وویل چې د ټاپي د ګازو د نللیکې او د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد د پروژو له لارې تر لاسه کېدونکي عواید به د کونړ پر سیند د بندونو پر جوړونې ولګول شي. هغه زیاته کړه، د کابل او کونړ سیندونو ټولې برخه به د برېښنا د تولید پر مرکز بدلې کړي او ختیځ ولایتونه له برېښنا پرته پر پښو نه شي درېدلی. اشرف غني وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو پر ۲۶ بندونو کار روان دی او د راتلونکي لمریز کال تر پسرلي پورې به ددغو بندونو عملي کار پیل شي. له یادو بندونو څخه یو هم په هرات ولایت کې د افغان-هند د دوستۍ بند «سلما بند» دی چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي او اوس مهال په کې د اوبو زېرمه کولو پروسه روانه ده. ولسمشر غني په افغانستان کې د برېښنا د تولید په اړه وویل چې دغه هېواد په تېرو اتیا کلونو کې یوازې ۲۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړې، په داسې حال کې چې په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان وکړای شي چې ۲۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. هغه وویل:« د افغانستان اوبه باید خوندي شي او د افغانستان پر اوبو باید افغانستان اباد شي. د کال څلور میلیارده ډالره کرنیز واردات لرو، هر کال اته سوه زره ټنه غنم واردوو، دې ته احمق پولي وايي. په راتلونکو څلورو کلونو کې به زما ټول تاکید دا وي چې افغانستان له وارداتي نه صادراتي هېواد ته بدل کړم.» ولسمشر په دې برخه کې د یوه تفصیلي پلان د جوړولو یادونه وکړه چې په وینا یې په نږدې ورځو کې به یې ولس ته اعلان کړي. ولسمشر غني په هېواد کې د سړکونو جوړولو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د سړکونو د یو شمېر پروژو د عملي کېدو او نه عملي کېدو په اړه پرېکړه وشي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که هر وزیر خپلې پراختیايي پروژې عملي نه کړې له وزارته به لرې کړای شي. اشرف غني همدا راز وویل چې د سړکونو د ساتنې او څارنې په موخه د کار قوه له سره جوړېږي او د دفاع وزارت د انجنیرۍ کنډک پر تقویه کېدو هم کار روان دی. ولسمشر بېوزلي د افغانانو او افغانستان لپاره لویه ننګونه وبلله او زیاتوي چې پانګونه د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery