دخپریدو نیټه : 2016-01-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: د اسلام اباد له غونډې د سولې تمه نه شي کېدای
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو یو شمېر شنونکي په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون جوړې شوې څلور اړخیزې غونډې ته د شک په سترګه ګوري او په وینا یې د پاکستان دوه مخي ته په کتو به د دې غونډې پایلې ژر محسوسې نه شي او پاکستان یوازې د سولې په نوم وخت ضایع کوي.
د افغان سولې لپاره د میکانیزم جوړولو په اړه څلور اړخیزه غونډه پرون د چين، امریکا، افغانستان او پاکستان په ګډون په اسلام اباد کې پيل شوه.
شنونکي وايي، ښايي په دې غونډه کې د پردې تر شا یو شمېر موضوعات هم بحث شي چې جزئیات به یې له خلکو پټ وساتل شي.
سیاسي کارپوه اکبرجان پولاد وايي، پاکستان له یو لوري غواړي د افغان سولې لپاره د زمینه سازۍ په نوم په نړیواله کچه د ترهګرۍ د ملاتړي تور له ځانه لرې کړي او خپل باور ترلاسه کړي او له بل لوري د سولې په نوم وخت ضایع کوي.
پولاد سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د سولې په برخه کې دغه ځل بیا هم پر پاکستان باور شوی هغه څه چې تجربه شوي او کومه مثبته پایله یې نه لرله، دغه ځل به هم د څلور اړخیزې غونډې جزئیات ژر محسوس نه شي او بې پایلې به وي.
پولاد وايي، ښايي په دې غونډه کې پر داسې موضوعاتو هم بحث وشي چې تر پایه به یې جزئیات خلکو ته را ونه وځي.
په داسې حال چې څو میاشتې وړاندې پاکستان یو ځل افغان طالبان د سولې د خبرو لپاره د اسلام اباد په مري کې د خبرو مېز ته کېنول خو د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز یې تېره ورځ د څلور اړخیزې غونډې پرانيستې ته په وینا کې وویل چې دوی به اوس پر دې فکر وکړي چې څنګه طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.
هغه غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره تر خبرو مخکې دې هغوی ته شرایط نه وړاندې کېږي، بلکې هغوی ته باید هڅوونکي امتیازونه ورکړل شي څو له جګړې لاس واخلي او د خبرو مېز ته راشي.
عزیز وویل، په دې ناسته کې به د افغان سولې لپاره د یوې مناسبې تګلارې پر جوړولو خبرې وشي او همدا راز به دا بحث وشي چې څنګه افغان طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.
د مشرانو جرګې یوه غړي شېرمحمد اخندزاده هم تېره ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې پاکستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې تر عنوان لاندې د ډیورنډ په ګډون پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کوي.
که څه هم تر اوسه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزې غونډې کره جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي؛ خو افغان حکومت، پارلمان او کارپوهان د دغو خبرو هرکلی کوي او د سولې لپاره د یوې نوې تګلارې جوړولو فرصت یې بولي.
د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د اسلام اباد ناسته به افغانانو ته ښه پایله ولري.
ده وویل، په دې ناسته کې به سولې ته د رسېدو تګلاره او نقشه جوړه شي چې ګډونوال یې د دریو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازي دي.
عبدالله وویل، وړاندې له دې چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي، مخکې له هغې به د همدې څلورو هېوادونو په ګډون دوه نورې ناستې هم وشي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا دې غونډې ته هیله من دي او د هرکلي تر څنګ یې د سولې د خبرو د پيل لپاره ښه فرصت بولي.
د جرګې غړې ریحانې ازاد د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د افغان حکومت فشارونو پاکستان اړ کړ چې د سولې خبرو لپاره زمینه سازي وکړي او همداراز یې طالبان څو ټوټې کړل.
د کندهار استازي حمیدزي لالي وویل چې اوس افغان حکومت د سولې لپاره جدي اراده لري او د اسلام اباد ناسته یې ښه بېلګه ده؛ خو پخوا دغه اراده به حکومت کې نه وه موجوده.