مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هېواد کې د تېلو ستره مافیا افشا شوه

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د ولسي جرګې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د نفتو هغه واردوونکي شرکتونه او تر شا یې ولاړه دولتي مافیا افشا کړل، چې تر اوسه یې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو په نوم د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تېل قاچاق کړي دي. یو شمېر بهرني شرکتونه د بهرنیو ځواکونو په نوم افغانستان ته له ګمرکي محصول پرته تېل واردوي چې د دې تېلو ۹۰ سلنه یې په ازاد بازار کې پلورل کېږي. د ولسي جرګې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون مشر لالی حمیدزی وايي چې د تېلو په دې قاچاق کې د قضایه، مقننه او اجرائیه قوې یو شمېر چارواکي لاس لري. حمیدزي لالي پرون په یوه خبري کنفرانس کې د تېلو په دغه قاچاق کې د ولسمشر یو پخوانی مرستیال، د ملي امنیت پخوانی رییس، د کورنیو چارو، دفاع، بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیران ښکېل وبلل. د ولسي جرګې د مخدره توکو د مبارزې د کمېسیون د معلوماتو له مخې لیګول افغاني، نېشنل فیول کارپورېشن، جنرال لوجېستیک، میهن سېلاب، افغان پرچون، خاور سادات، غضنفر نفت او ګاز، رېډ سټار، صفي لمېټېډ، آریانا ټارګېټ پټرولیم، اریا ټارگېټ لوجستیک، پروان ګروپ، اورو جنرال لوجستیک، خاواک پټرولیم، زمری سمیع، کلایډ سډال ګروپ، WFS/SKA او د WEC شرکتونه د تېلو د قاچاق په دغه قضیه کې ښکېل دي. حمیدزي لالي وویل دغو شرکتونو له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو په نوم ۹۰ سلنه وارد شوي تېل په بازار کې پلورلي او پاتې ۱۰ سلنه یې بهرنیو ځواکونو ته عرضه کړي دي. په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو لپاره واردېدونکي توکي له ګمرکي محصول څخه معاف دي. اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا دولس زره بهرني ځواکونه حضور لري، په داسې حال کې چې یاد شرکتونه لا هم د پخوا په څېر د ۱۲۰ زره بهرنیو ځواکونو په نوم افغانستان ته تېل واردوي. د لالي په وینا، یادو شرکتونو له ګمرکي معافیت څخه په ګټې اخیستنې تر اوسه پنځه میلیونه ټنه بېلابېل ډوله نفت هېواد ته وارد کړي. نوموړي دغه راز وویل چې د یادو شرکتونو څه باندې دوه میلیونه ټنه نور نفت د ګمرکي معافیت له پروسې تېر شوي دي او افغانستان ته د راتګ په انتظار دي. نوموړي د خبري غونډې پر مهال د ولسي جرګې د اړیکو امر محمد ولي مینه ناک ته رسماً یو مکتوب وسپاره، څو د هغه یوه- یوه کاپي جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست، د ملي امنیت شورا او لویې څارنوالۍ ته ولېږي. د ولسي جرګې دغه غړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دې موضوع د جدي څېړنې لپاره یو پلاوی وټاکي او هغه کسان چې ملي عوایدو ته زیان رسوي، باید پوښتنه ترې وشي. نوموړي دغه قضیه د کابلبانک تر قضیې خطرناکه وبلله او زیاته یې کړه:«که دا قضیه ونه څېړل شي، د دې ترڅنګ چې خلکو ته مستقیم زیان رسوي، افغانستان به د بحران خوا ته یوسي.» افغانستان د سوداګریزو توکو د قاچاق له درکه هر کال په میلیاردونو افغانۍ عواید له لاسه ورکوي. د افغانستان د نورم او سټنډرد (ANSA) ادارې شمېرې ښيي چې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اقینې بندر څخه له ګمرکي محصول پرته ۲۰ زره ټانکره تېل په قاچاقي توګه هېواد ته را وارد شوي دي. د نورم او سټنډرد ادارې مرستیال مجیب الرحمن خطیر د روان لمریز کال د لیندۍ په ۲۰ مه د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، چې د هېواد له شمالي او سوېل لوېدیځو بندرونو څخه هره میاشت په لویه کچه تېل هېواد ته قاچاق کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery