دخپریدو نیټه : 2016-01-12 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
عبدالغفور لېوال:زموږ ستونزه دا ده،چې اساسي قانون نه پلې کيږي
سید سلام
د اساسي قانون د تصويب په نمانځغونډه کې ويناوالو وويل چې يو شمېر زورواکو او له قانون څخه پورته ډلو د اساسي قانون د پلي کېدو مخه ډب کړې ده.
د افغانستان اوسنى اساسي قانون د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٤مه د لويې جرګې له خوا تصويب شو.
په همدې مناسبت د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د دې وزارت په مېلمستون کې کې د "اساسي قانون پر پلي کېدو کې د ولسونو او قومي مشرانو ونډه" تر عنوان لاندې د لسګونو قومي مشرانو او يو شمېر چارواکو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.
د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبدالفغور لېوال غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه داده، چې ځینې ډلې ټپلې د حکومت پر وړاندي بدمعاشي کوي او له زوره کار اخلي.
لېوال زياته کړه: "له بده مرغه د افغانستان يوه سرطاني ملي ستونزه دا ده، هغه ډلې، جوړښتونه او اشخاص چې ځانونه تر اساسي قانون او نورو قوانينو پورته بولي؛ د اساسي قانون د پلي کېدو پر وړاندې يې ستونزې رامنځته کړې او د نظام او قانومند جوړښت مشروعيت يې تر پوښتنو لاندې راوستی دی."
ده له قومي مشرانو يې وغوښتل چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره هڅې وکړي.
قومي مشر محمدعمر ببرک زي وويل: په افغانستان کې د اساسي قانون د نه پلي کېدو په برخه کې حکومت ګرم دی؛ ځکه دوی اساسي قانون او نورو قوانين يواځې زورواکو نه پلی کوي.