دخپریدو نیټه : 2016-01-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حافظ عبدالقیوم: د ولسي جرګې استازي طالبانو ته د بیا روغونې پروژې اخلي
احمد فیصل
د نورستان چارواکي وايي، په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي طالبانو ته د بیارغونې پروژې اخلي. د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ویلي، په ولسي جرګه کې د نورستان استازي طالبانو ته په دویم لاس قرارداد ورکوي، چې دا کار د طالبانو له پیاوړي کېدو سره مرسته کوي. والي وايي، په ولسي جرګه کې له خپلو وکیلانو سره د اختلاف ټکی یې همدا دی، چې هغوی ټېکداران دي، د دي لپاره چې خپل ټکس واخلي، طالبانو ته په دوهم لاس د حکومتي پروژو قراردادونه اخلي او طالبان همدوي قوي کړي دي. خو په ولسي جرګه کې د نورستان وکیلان دا تورونه ردوي او وايي چې په دې اړه هر ډول سپيناوي ته چمتو دي.