مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ډاکټر همايون عزيزي ، د دهلې د بند په پروژه کي د لسګونه ميليونو ډالرو د فساد شک لري .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
د دهلې د بند د اوبو دا سيمه خروجې دروازي دي نوري ساختماني برخي هم لري ، د دې پروژې ټول لګښت ( ۷۱ ) ميليونه ډالره ښودل کيږي چي د پروژې د تر سره کيدو څو چنده زياتي ښودل کيږي
.د کندهار ولايتي اداره او ولايتي شورا د دهلې د بند د لمړۍ برخې په پروژه کي د ميليونونو ډالرو د اختلاس شک لري او وايې چې په دې اړه جدي څيړني کوي . دا پروژه دوې ورځي مخکي ګټي ته وړاندي سوه ، د کندهار والي وايې چې د پروژې لګښت ۷۱ ميليونه ډالره ياديږي خو سوی کار د ډيرو کمو پيسو دی . د دهلې د بند د اوبو دا سيمه خروجې دروازي دي نوري ساختماني برخي هم لري ، د دې پروژې ټول لګښت ( ۷۱ ) ميليونه ډالره ښودل کيږي چي د پروژې د تر سره کيدو څو چنده زياتي ښودل کيږي . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايې ، قرارداد د امريکا پرمختيايي ادارې د يوه ترکي شرکت سره کړی دی او ولايتي اداره يې په اړه هيڅ معلومات نه لري والي ټينګار کوي چي د مرکزې ادارو په مرسته د دې پروژې جدي څيړنه کوي . د کندهار د ولايتي شورا ريس سيدجان خاکريزوال هم د دې پروژې دومره ډير لګښت د فساده ډک بولي او وايې چې دا پروژه د کندهار خلکو ته د منلو وړ نه ده . نوموړی وايې چې په اړه به خپل ږغ تر کابله پوري رسوي . د پروژې تر سره کيدو دوه کاله وخت نيولی دی چي د نظارت په برخه کي يې تر ډيره د پړې ګوته د کندهار پخواني والي توريالي ويسا ته نيول کيږي . د کندهار ولايتي شورا هم د نظارت مسووليت لري ، خو د شورا مشرتابه وايې چې په دې اړه د دوی سره سم معلومات نه دي شريک سوي او نه هم سم معلومات ورکول کيده . پنځه کاله مخکي د کندهار د دهلې د بند د ټولو چارو د رغولو او د دې بند د پراخولو دپاره تر درې سوه ميليونه امريکايي ډالرو زياتي پيسي منظور سوې چي د وخت د ولايتي ادارې د بې کفايتۍ له امله هغه پروژه هم له منځه ولاړل . د دهلې بند د کندهار ښار او ولسواليو شپيته زره هکتاره ځمکه خړوبوي چي اوس يې د رسوباتو له امله سطحه څلويښت زره هکتاره ته کښته سوې ده او هر کال په زياته پيمانه اوبه ضايعه کيږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery