دخپریدو نیټه : 2016-01-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
پوهنمل محمدوارث
ما د لمر په پلوشو کې يو راز وليد
چې وږمو سره به يوځای بهار راشي
شين سح رکې به غوټۍ له خوبه پاڅي
چي اذانه سره يوځای مليار راشي
د خزان کډې تړلې راته ښکاري
له وچ بڼ به د بلبلو چغهار راشي
پرهرونه به پخپله پيوند اخلي
ګوندې دا چې مسيحا پدې لار راشي
توتکيو د سپرلي سندرې راوړې
دځوانۍ دور به بيا په چنار راشي
تورتمونه اوس له وريځو رخصت اخلي
بيا له ډيرې مودې ګوره سهار راشي