مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

زلمی خلیلزاد: د اسلام اباد غونډه هیله بښونکې نه وه

احمد فیصل
د امریکا پخوانی ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد، د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول شکمن دی او وایي چې د اسلام اباد له څلور اړخیزې غونډې ناهیلی شوی. زلمی خلیلزاد چې په ۲۰۰۵ کال کې په افغانستان کې، تر هغې مخکې په عراق او ملګرو متلونو کې د امریکا سفیر او ځانګړی استازی و له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د اسلام اباد غونډه هیله بښونکې نه وه. تېره اونۍ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون د افغان سولې پروسې په اړه څلور اړخیزه ناسته جوړه شوې وه، که څه هم د دې غونډې کومه ښکاره پایله اعلان نشوه، خو پرېکړه وشوه، چې دویمه غونډه به د مرغومي په ۲۸مه،په کابل کې جوړېږي. زلمي خلیزاد په دغه مرکه کې ویلي، چې دی د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول ناهیلی شوی او له امریکا یې غوښتي چې پاکستان سره خپلې مرستې د سولې له بهیر سره پر همکاریو مشروطې کړي، څو پاکستان ترهګرۍ او وسله والې ډلې د سولې مېز ته راکش کړي. ګ هغه زیاته کړه:« د اسلام اباد د تېرې اونۍ غونډه ما لپاره هیله بښونکې نه وه.» د خلیلزاد په وینا، پاکستان باید په عمل کې ثابته کړي، چې دغه هېواد به د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات کوي چې د سولې پروسې نه یو ځای کېږي. خو نوموړي وویل چې پاکستان تر اوسه په دې اړه کومه څرګنده ژمنه نه ده کړې او نه هم د اسلام اباد په غونډه کې د پاکستان لخوا په دې اړه کومه څرګنده ژمنه شوې ده. د هغه په وینا، کومې ترهګرۍ ډلې چې د پاکستان له خاورې څخه فعالیت کي، د سولې پروسې سره ورګډ نه شي، نو پاکستان باید په ښکاره اعلان وکړي، چې د دوی پر ضد به جدي اقدامات کوي. د امریکا دغه پخواني ډیپلوماټ په ډاګه کړه، که چېرې د دغو ترهګرو پر ضد پاکستان جدي اقدامات ونه کړ، نو دا بیا ښکاره خبره ده، چې پاکستان د افغان سولې پروسې سره ریښتینی نه دی. زلمی خلیلزاد وایي، چې دسولې د پروسې بریالیتوب د پاکستان ریښتینې همکارۍ پورې تړاو لري په دې برخه کې باید پر پاکستان زیات فشار راوړل شي، څو د سولې مېز ته د وسله والو او ترهګرو ډلو راوړلو لپاره جدي اقدامات وکړي. هغه زیاته کړې:« د اسلام اباد په غونډه کې مې له پاکستانه ډېرې هیلې وې، خو هغه په عمل کې هېڅ ونه شو.» خلیلزاد اندېښنه څرګنده کړې، چې که د سولې پروسه اوږده شوه او خلکو ته دا باور ورکړل شو، چې دا پروسه په اسانه نه شي بریالۍ کېدای، نو راتلونکی جګړه ییز موسم به ډېر سخت او خطرناک وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery