دخپریدو نیټه : 2016-01-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بې ښارواله، کابل ښاروالۍ فساد او کثافات ډېر کړي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
کابل ښاریان او شنونکي د ملي یووالي حکومت له پیله تر ننه د پلازمېنې پر بې ښارواله پاتې کېدو غوسه دي او په وینا یې، له یو لوري په ښاروالۍ کې د فساد کچه لوړه شوې او له بل لوري د پلازمېنې واټونه د کثافاتو په زېرمتونونو بدل شوي دي.
ښاریان وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ښار په هر واټ کې د کثافاتو زېرمې پرتې دي؛ خو حکومتي چارواکي د خپلمنځي اختلافاتو له امله لا هم د کابل ښاروال پر ټاکل کېدو نه دي سلا شوي.
یو شمېر نورې سرچینې بیا وايي، له هغې ورځې چې کابل ښاروالي بې سرپرسته شوې، میلونونه افغانۍ فساد هم په کې زیات شوی دی؛ خو د پوښتنې يې څوک یې نشته.
د کابل د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی شېرزمان وايي: ((له تېرو دریو میاشتو راهیسې زموږ د کور مخې ته د غزني اډې په سیمه کې د کثافاتو انبار پروت دی؛ خو ښاروالي یې نه وړي او له خلکو د پاکونې په نوم پیسې هم له وړاندې اخلي.))
ښاریان وايي، د ښار په ډیپلوماتیکو سیمو کې هم د کثافاتو انبارونه پراته دي؛ خو ښاروال لا هم نا درکه دی.
د وزیر اکبرخان مېنې یو اوسېدونکی راشد چې همالته دفتر لري، وايي چې په وزیر اکبرخان کې هم د سړک پر سر کثافات پراته دي؛ خو په اونیو یې هم څوک نه وړي.
دی وايي، که چارواکي فساد کوي، که اختلاف لري او که کومه بله ستونزه، لږ تر لږه خو باید خپل فرهنګ وساتي، د پلازمېنې بڼه خو دې د یوه ښار په څېر کړي.
داسې راپورونه هم شته چې کابل ښاروالي د ملي یووالي حکومت په وېش کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته رسېدلې او ښاروال ټاکل یې هم د نوموړي مسوولیت دی؛ خو دوستم ته نږدې سرچینو سرنوشت ته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، د ولسمشر او اجرائیه رییس وېش کابل ښاروالي بې سرپرسته کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کې دي.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: ((د شرم خبره ده، چې په یوه نیم کال کې ولسمشر او اجرائیه رییس پر دې نه سره جوړېږي چې کابل ته څوک ښاروال وټاکي او حیران یم چې ولې د ارګ او اجرائیه ریاست تر دېوالونو د ولس غږ نه ور اړوي.))
خو د کابل په ښاروالۍ کې یوې سرچینې سرنوشت ته وویل، په کابل ښاروالۍ کې د فساد کچه د پخوا په پرتله څو چنده لوړه شوې ده.
سرچینې وویل، د ښار پاکونې قرارداد یوې ډلې خلکو ته ورکړل شوی؛ خو په ښار کې د نفوس زیاتوالي او ګڼې ګوڼې د ښار پاکولو چارې د دغه شرکت له توانه ایستلې دي.
هڅه مو وکړه د کابل ښاروال د نه ټاکل کېدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست یا په خپله ښاروالۍ نظر را واخلو خو له بیا بیا هڅو سره یوې ادارې هم په دې اړه څه ونه ویل.