مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغانستان یو بل اقتصادي فرصت له لاسه ورکړ؛ پاکستان ۱۰ زره افغان غالۍ اوبدونکي له ماليې معاف کړل

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مرستیال خانجان الکوزی وايي، د پاکستان د حکومت له خوا په خیبر پښتونخوا کې ۱۰ زرو افغان غالۍ اوبدونکو ته د مالیاتي معافیت او نورو امتیازاتو په ورکولو سره، افغانستان ستر اقتصادي فرصت له لاسه ورکړ. الکوزي چې پرون یې د پانګونې د ملاتړ ادارې )ایسا( له خوا د پانګونې د ستراتېژۍ د تدوین په موخه یوې مشورتي غونډې ته خبرې کولې، وویل چې پاکستان په وروستیو کې افغان غالۍ اوبدونکو ته د مالیاتي معافیت په ګډون د یو شمېر اسانتیاوو د برابرولو اعلان وکړ. ده وویل:«درې ورځې مخکې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې په دې هېواد کې مېشت افغان قالین بافان به تر لسو کلونو پورې له ټکس او مالیې څخه معاف وي.» الکوزي زیاته کړه، تمه وه چې دغه افغان غالۍ اوبدونکي هېواد ته ستانه شي او په خپل هېواد کې د غالۍ اوبدنې په برخه کې په پانګونې سره زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي، خو پاکستان هغوی ته امتیازات ورکړل او اوس اړتیا نه لري چې افغانستان ته راشي. نوموړي د هغو افغان غالۍ اوبدونکو د فابریکو شمېر د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې فعالیت کوي، لس زره وښود چې په وینا یې د افغانستان لپاره یو لوی اقتصادي فرصت و. د الکوزي د معلوماتو له مخې د غالۍ اوبدنې دغه کارګاوې په پېښور، کراچۍ، لاهور، کویټه او ګوجراواله کې فعالیت کوي. الکوزی وايي چې پر مالیاتي معافیت سربېره، د پاکستان حکومت د غالۍ اوبدونکو کورنیو او د هغوی ماشومانو ته په وړیا توګه د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو ژمنه هم کړې ده. هغه په دې اړه خواشیني څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت په داخل کې ورته د پانګونې زمینه برابره نه کړه. ده په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره وویل، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې پانګوال او صنعتکار په کې زېربنايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. د هغه په وینا په هېڅ هېواد کې پر پانګوال ځمکه نه پلورل کېږي، خو په افغانستان کې پانګوال ته یو جریب ځمکه ان تر پنځوس زرو ډالرو پورې ورکول کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال نا امني، د ځمکې نشتوالی او اداري فساد په دې برخه کې عمده خنډونه یاد کړل. الکوزي درې عوامل (پانګوال، دولت او خلک) د صنعت د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل او ویې ویل چې دغه درې عامل هر یو په خپل ځای د اقتصاد په وده کې مرسته کوي. ده وویل:«دولت زمینه برابروي، پانګوال پانګونه کوي او خلک د کورنیو تولیداتو په اخیستو سره صنعت تقویه کوي.» نوموړي پر افغان دولت نیوکه وکړه چې په خپلو لګښتونو کې له کورنیو تولیداتو استفاده نه کوي. د هغه په خبره افغانستان دا مهال په ۲۷ تولیدي برخو کې پر ځان بسیا شوی دی، خو دولت د خپل اړتیا وړ توکو لپاره کورني تولیدات نه پېري. الکوزي په دولتي ادارو کې فساد هغه ستره ستونزه وبلله چې په وینا یې افغانستان هر کال له دې امله په میلیاردونو افغانۍ له لاسه ورکوي. ده د مالیې وزارت له خوا سږ کال د ډېرو عوایدو راټولو ته اشاره وکړه چې په خبره یې دغه عواید له پر عامو خلکو د مالیاتو د لوړولو له لارې ډېر شوي، نه په عایداتي سرچینو کې د فساد د مخنیوي. خانجان الکوزي وویل:«د مالیې وزارت وايي چې سږ کال مو ۱۲۰ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي، دا د غریب او بېچاره پیسې دي، هغه پیسې نه دي چې په فساد کې ضایع کېږي.که په ګمرکونو او سرحدونو کې د فساد او د عوایدو د ضایع کېدو مخه ونیول شي، دا عواید تر ۲۰۰ میلیاردو افغانیو هم لوړېدلی شي.» دغه راز په یاده غونډه کې د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو وویل چې افغانستان نور پر بهرنیو مرستو متکي اقتصاد څخه باید طبیعي اقتصاد ته حرکت وکړي او دا کار هغه وخت شونی دی، چې په هېواد کې خصوصي پانګونې ته زمینه برابره شي. حقجو دغه هدف ته د رسېدو لپاره اساسي شرط د دولت له خوا د خلکو د اعتماد خپلول وبلل. هغه زیاته کړه، له بده مرغه هېڅوک دا باور نه لري چې راتلونکی کال به دلته څه کېږي، له همدې امله خلکو خپلې پیسې د پانګونې پر ځای په کورونو کې ساتلې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery