مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلک: په وردګو کې سیمه ییز پولیس د شپې غلا کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د وردګو اوسېدونکي وايي د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د سیداباد ولسوالۍ په حیدرخیلو، کج کلا او مملو سیمو کې سیمه اییز پولیس د شپې موټر شکوي او تر دې وړاندې یې له موټرو ناقانونه پیسې اخیستې. خلک وايي، په دغه سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو دری پوستې دي او د هرې پوستې په پنځوس مترۍ کې د شپې له خلکو پیسې او نور توکي اخیستل کیږي. د سیداباد ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي سلام خان سرنوشت ته وویل، په ټوله لاره کې غلا نه کیږي؛ خو په هغه دریو ځایونو کې د شپې له خلکو پیسې او نور توکي اخیستل کیږي، چې د سیمه ییزو پولیسو پوستې په کې دي. دی وايي خلکو په دې اړه د سیداباد ولسوالۍ ته هم شکایت کړی؛ خو هغوی تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی. دغه قومي مشر وايي ولسوالي ځکه په دې برخه کې ګام نه اخلي، چې په سیمه ییزو پولیسو د هغوی غلا نه شي ثابتولی؛ خو د اثبات غوره دلیل یې دا دی چې د شپې د سیمه ییزو پولیسو د پوستو په پنځوس متره واټن کې څوک د غلا جرات کولی شي؟! نوموړی زیاتوي:« دا غلا ولې بل ځای نه کیږي، په تېرو لسو کلونو کې په وردګو کې هر ډول سختې جګړې وشوې؛ خو له چا غلا نه وه شوې او نه موټر شکول شوي وو؛ خو له هغه ورځې چې سیمه ییز پولیس، په حیدرخیلو، کج کلا او مملو کې مېشت شوي غلاوې هم پیل شوې دي.» د سیداباد د حیدرخېلو یو اوسیدونکي سمع الله هم سرنوشت ته وویل، چې اونۍ وړاندې ماخستن مهال غلو له یوه ټکسي څخه د کج کلا په سیمه کې څلویښت زره افغانۍ اخیستې وې. دی وايي له خلکو په داسې ځای کې پیسې اخیستل شوې چې د سیمه ییزو پولیسو پوسته په کې پرته ده. دی وايي د سیمې خلک په دغه سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو له چلنده خوښ نه دي او که پر ځای یې پوځ مېشت شي له خلکو سره به یې واټن کم او غلاوې هم ورکې شي. د سیداباد ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او ولسوال په دې اړه سرنوشت ته له څه ویلو ډډه وکړه؛ خو د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالولي نورزي وویل، چې دوی به د دې ادعا په اړه څېړنه وکړي. نورزي وویل، تر اوسه په رسمي ډول دوی ته رسمي شکایت نه دی شوی؛ خو د سیمه ییزو پولیسو په اړه غیر رسمي شکایتونه ورته شوي دي. هغه زیاته کړه:« که دا کسان موږ پیدا کړو، نو قانوني چلند به ورسره وکړو، د وردګو له خلکو مو هیله داده چې د ستونزو پر مهال له موږ سره اړیکه ونیسي، د سیمه ییزو پولیسو په اړه یو څه شکایت موږ ته راغلی خو د غلا په اړه کوم رسمي شکایت نه دی را رسیدلی.» ولایتي ادارې له وړاندې هم خلکو ته ویلي، چې د هر ډول ناقانونه کړنو پر مهال دې رسما ولایت ته شکایت وکړي او والي به په خپله د ستونزې د حل لپاره ګام واخلي. د وردګو والي حیات الله حیات د خلکو د شکایت لپاره یې ځانګړې شمېرې هم اعلان کړې او خلک ورته ۲۴ ساعته ټلفون کولی شي. پوځي شنونکي بیا وايي سیمه ییز پولیس د هلمند په څېر په یو شمېر سیمو کې اغېزناک دي؛ خو د کندوز او وردګو په څېر سیمو کې یې بیا د حکومت او ملت تر منځ واټن زیات کړی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery