دخپریدو نیټه : 2016-01-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته د جګړې څپه ښارونو ته رسېدلې
احمد فیصل
شنونکي وايي، چې له لرې پرتو سیمو نه جګړه ښارونو ته انتقال شوې او اوس په کابل کې ښوونځي سوځول کیږي.د دوشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو په احمدشاه بابا مېنه کې د نجونو یو ښوونځی او د ښوونځي ساتونکی وسوځول.په دې پېښه کې، چې سهار وختي د احمدشاه بابا مېنې د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې، د ښوونځی یو تن ساتونکی هم سوځول شوی دی.په ښکاره تراوسه ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخستی، خو د ښوونځیو په سوځولو کې ډیر وخت د دولت وسله وال مخالفان ښکیل ګڼل شوي.شنونکي وايي، چې له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون له لاسلیک کیدو وروسته اوس د ښوونځي سوځولو لړۍ کابل ته را رسیدلې او جګړه د لرې پرتو سیمو پر ځای پر سترو ښارونو او مرکزونو متمرکزه شوې ده.
په کابل کې د ښوونځي د سوځیدو دغه پېښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې له دې وړاندې دافغانستان په جنوبي ولایتونو کې ورته ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.