دخپریدو نیټه : 2016-01-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مشرانو جرګې ژمنۍ رخصتي پيل کړه
احمد فیصل
مشرانو جرګې د سه شنبې په ورځ د کب مياشتې تر پنځلسمې خپله ژمنۍ رخصتي پيل کړه او همدا راز د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون د ملي امنيت مخکنی مشر رحمت الله نبيل وستايه.
پرون مشرانو جرګې عمومي غونډه لرله او له غونډې وروسته سناتوران په ژمنۍ رخصتۍ ولاړل.
دوی د هېواد پر امنيتي وضعيت سربيره يو شمېر نورو موضوعاتو هم تر بحث لاندې ونيول.
د سناتورانو د خبرو موضوعات د ټاکنو د نېټې له اعلان سره موافقه او همدا راز په کابل کې د يو ښوونځي سوځول او په فارياب کې له يوې مېرمنې د پزې د پرکولو غندنه وه.
د جرګې مشر فضل الهادي مسلميار وويل، چې په احمدشاه بابا مينه کې د نجونو يو ښوونځي سوځول څرګندوي چې پوليسو غلفت کړی او په دې اړه بايد څېړنې وشي.
نوموړي دغه پېښه وغندله او په راتلونکي کې يې د دغه ډول پېښو د تکرار د مخنيوي غوښتنه وکړه.
مسلميار همدا راز په فارياب کې دوه ورځې وړاندې د خاوند له لوري د خپلې مېرمنې څخه د پزې پرېکولو پېښه هم وغندله او هغه يې ظالمانه عمل وباله.
په پرونۍ غونډې سره د مشرانو جرګې غړي د کب مياشتې تر پنځلسمې په ژمنيو رخصتيو ولاړل.