دخپریدو نیټه : 2016-01-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ۱۹ کلنو لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون لپاره بنګله دېش ته ولاړه
احمد فیصل
د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه د بنګله دېش ته ولاړه.د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي پرون په يوه خبري غونډه کې چې د ١٩ کلنو لوبډلې لوبغاړو او نور چارواکو هم شتون درلود وويل چې د نړيوال جام سياليو لپاره د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې ښه چمتووالى نيولى دى.هغه زياته کړه، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له تېر يوه کال راهيسې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر تمريناتي لوبې ترسره کړې دي.ستانکزي وويل، چې د ١٩ کلنې لوبډلې په ټاکنو کې يې ډېره هڅه کړې، چې وړ لوبغاړي په کې شامل کړاى شي.د نوموړي په وينا، د لوبډلې د ټاکلو لپاره يې په لومړي سر کې ١٦٠ لوبغاړي غوره کړي چې بيا تر ازموينو او تمريناتو وروسته يې لومړى ترې ٦٠ تنه ، بيا ٣٣ تنه او په وروستۍ مرحله کې يې ١٨ لوبغاړي انتخاب کړل.د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډله د نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالى لري او تر دې مخکې يې په هند کې له ځايي لوبـډلو، د نيپال او د زمبابوې ١٩ کلنو لوبډلو پر وړاندې تمريناتي لوبې کړې دي.هغه زياته کړه:« په نړيوال جام سياليو کې زموږ د لوبډلې د ګټلو چانس زيات دى، ځکه چې زموږ د ١٩ کلنو لوبډلې تېر ځل هم پاکستان او کاناډا ته ماتې ورکړې وه.»ټاکل شوې ده چې د ١٩ کلنو لوبډلې نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٨مه، په بنګله دېش کې پيل شي، چې په کې له ټولې نړۍ څخه ١٦ لوبـډلې برخه اخلي او په ځلورو ګروپونو وېشل شوي دي .افغانستان په ب ګروپ کې له پاکستان ، سريلانکا او کاناډا سره لوبيږي او ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٨مه،له پاکستان سره ترسره کوي.د يوه بل خبر له مخې، په کندهار کې د هندوستان د نږدې يو ميليون ډالرو په مرسته د کرکـټ د يوه لوبغالي جوړولو تړون لاسليک شو.دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس نسيم الله دانش او د سپا(SPA) شرکت د رييس سميع الله سمندري ترمنځ لاسليک شو.