کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، امنيه قوماندان ، کندهار ښاروال ، ولايتي شورا او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چي ترکيه دي د کندهار په سوداګريزه ، تعليمي او نظامي برخو کي د کندهار سره ځانګړي مرستي وکړي .
ترکيه هيواد هوډ لري چي په کندهار کي خپله سياسي نمايندګي ( قونسلګري ) پرانيزي او ورسره د يوې مياشتې په اوږدو کي له کندهاره ترکيي ته الوتني هم پيل کړي .
ترکيه چي له ډيره وخته د افغانستان سره دوستانه او ډيلوماتيکي اړيکي لري دا مهال د هيواد مهمې سيمي کندهار ته ځانګړې توجه کوي او هوډ لري چي په دې ولايت کي خپله سياسي نماينده ګي پرانيزي او له کندهاره مخامخ ترکيي هيواد ته الوتني هم پيل کړي ، په کابل کي د دې هيواد سفير ( علي سايت اکين ) نن په همدې موخه کندهار ته راغلی وو او دلته يې د والي او ځايي چارواکو څخه اړتياوي واوريدې .
د ترکيي سفير وويل ، تيره مياشت چي کله افغان ولس مشر ترکيي ته ورغلی وو ، هلته يې د ترکيي د لمړي وزير سره په کندهار کي د قونسلګري پر پرانستلو هوکړه وکړه .
د سفير په خبره چي د ويزو په برخه کي به هم اسانتياويي رامنځ ته کړي څو د دې لاري د ترکيي او افغانستان اړيکي نوري هم قوي او سوداګريزه ملګرتياه پياوړي سي .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، امنيه قوماندان ، کندهار ښاروال ، ولايتي شورا او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چي ترکيه دي د کندهار په سوداګريزه ، تعليمي او نظامي برخو کي د کندهار سره ځانګړي مرستي وکړي .
د کندهار والي د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان او ترکيي دوه اړخيزي مرستي او همکارۍ وستايلې او سفير ته يې ډاډ ورکړ چي د کندهار اداره په هره برخه کي د دوی سره همکاره ده .
نوموړي وويل ، چي د قونسلګرۍ دپاره ځمکه ولايتي اداره ورکوي .
دا پسله زياتي مودې کندهار ته د ترکي چارواکو لمړی سفر دی ، د ترکيي سفير وايې چي هيواد يې کندهار ته زيات ارزښت لري او په لنډ موده کي به د دې هيواد لمړی وزير هم کندهار ته سفر وکړي .