مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: طالبان غواړي څو کندوز یو ځل بیا د حکومت له کنټروله وباسي

احمد فیصل
د ملي اردو یوه جګپوړي چارواکې خبرداری ورکړی چې طالبانو او د هغو یو شمیر ملګري ډلې او افراد بیا داسي هلې ځلې کوي څو کندوز د حکومت له کنټروله وباسي. د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد دغه څرګندونې د کندوز د حالت له ارزونې وروسته کړي دي. جنرال مراد وايي، د ښار دننه هغه کسان چې د کندوز په سقوط کې یې ونډه درلوده مجازات شوي نه دي او لا هم له طالبانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي. د مرادعلي مراد په وینا، دا ډله د کندوز د بیا سقوط پلان لري. که څه هم هغه د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې د اردو اړوند چارواکو دغه کسان پیژندلي او جنرال محي الدین غوري ته یې دنده سپارلې چې له خپلې ډلې سره یوځای یاد کسان تعقیب کړي. د سیمي خلک لا هم د کندوز ښار حالت ناسم بولي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery