دخپریدو نیټه : 2016-01-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کابل ښار د تېرې شپې په ځانمرګي برید کې ۳۱کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
احمد فیصل
دکابل ښار په ځانمرګي برید کې اووه کسان وژل شوي او ۲۴نور ژوبل دي.د کابل امنیه قوماندان زیاته کړه،چې برید د موبي ګروپ پر کارکوونکو شوی دی.دغه ځانمرګی برید تېر ماښام مهال د کابل پر دارلامان سړک د پخوانۍ ملي شورا ودانۍ او روسیې سفارت ته څېرمه وشو. برید هغه مهال رامنځ ته شو،چې ځآنمرګي برید کوونکي خپل موټر د طلوع او لمر ټلویزون د کارکوونکو له موټر سره وجنګاوو..د یادونې ده، چې وسلوالو طالبانو څه موده وړاندي طلوع نیوز او یوه بله ټلویزیوني شبکه ناپېلې بللې وې او ګواښ یې کړی وو،چې تر برید لاندي به یې راولي. وسلوالو طالبانو دتېر ماښام برید مسولیت په غاړه اخیستی.