دخپریدو نیټه : 2016-01-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
داعش په غزني کې شپې پاڼې خپرې کړې
احمد فیصل
د غزني چارواکي وايي، يوې ډلې وسلهوالو چې ځانونه داعشي جګړه مار بولي، په دغه ولايت کې شبنامې غورځولې دي.
دوی له خلکو غوښتنه کړې چې بايد د دوی ليکو ته ورشي او په دې سربېره، له طالبانو سره راشه درشه ختمه کړي.
يوې ډلې وسلهوالو چې ځانونه داعشي جګړهمار بولي، د غزني په زنخان ولسوالۍ کې شبنامې خپرې کړې دي او له خلکو يې غوښتي دي چې له دوی سره د نظام پر ضد وسله پورته کړي.
وسلهوالو په دغو شبنامو کې ليکلي چې د زنخان له هرو دوو کورونو څخه بايد يو تن د دوی ليکو ته ورشي، وسله واخلي او د نظام پر ضد جګړه پيل کړي.
په دې سربېره، وسلهوالو پر خلکو غږ کړی چې هر څومره ژر کېدای شي له طالب وسلهوالو سره راشه درشه ختمه کړي او که يې چېرې وليدل، نو دوی دې ورباندې خبر کړي.
د زنخان ولسوال احمد ضيا يعقوبي وايي، ده هم دغه شبنامې ليدلې دي او زياتوي ولسوالۍ ته يې بايد جدي پاملرنه وشي.
دی وايي، اوس هم د زنخان زياتې سيمې وسلهوالو نيولې او که حالت همداسې دوام وکړي، کار به نور هم خراب شي.