دخپریدو نیټه : 2016-01-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د نفتو توکو پر مارکېټ د انحصار پایله؛ په نړۍ کې د بیو ټیټوالي په افغانستان کې بیې نه دي ټیټې کړې
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د نفتي توکو او د طبیعي اوبلنو ګازو مارکېټ د مافیا په انحصار کې دی او د نفتو د نړیوال بازار سقوط په افغانستان کې د تېلو پر بیو هېڅ اغېز نه دی کړی.
له تېرو دریو میاشتو راهیسې د نفتو نړیوالې بیې مخ په ځوړ روانې دي.
اقتصادي کارپوهان د نړیوالې تقاضا کمېدل، په امریکا کې د انرژۍ د فوسیلي سرچینو پر ځای له رسوبي ډبرو (شیل) څخه د انرژۍ استخراج، د سعودي عربستان او روسیې له خوا د نفتو ډېره عرضه او پر ایران د نړیوالو بندیزونو نرمېدل؛ د نفتو د بیو د ټیټېدو عمده لاملونه ګني.
په تېر ۲۰۱۵ کال کې د یو بیرل خامو نفتو بیه له ۸۰ ډالرو څخه ۵۰ او د همدې کال په وروستیو کې ۴۰ او ۳۵ ډالرو ته ټیټې شوې.
خو د روان ۲۰۱۶ کال په جنورۍ پر ایران د لوېدیځ د اقتصادي بندیزونو په لرې کېدو سره د نفتو نړیوال بازار په کمساري ډول سقوط وکړ.
له دې سره تېره اونۍ په نړیوالو بازارونو کې یو بیرل خام نفت (Crude Oil) په ۲۷ ډالره او ۳۰ سنټه پلورل کېدل.
د (macrotrends) نړیوالې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې چې شېبه په شېبه د نفتو نړیوالې بیې وړاندې کوي، پرون (شنبه) د یو بیرل خامو نفتو بیه ۲۹ ډالر او ۱۷ سنټه وه.
د دې سرچینې د معلوماتو له مخې په نړیوالو بازارونو کې د خامو نفتو اوسنۍ بیه د ۱۹۹۴، ۱۹۹۵، ۱۹۹۹ او ۲۰۰۲ کلونو له بیو سره برابره ده.
په افغانستان کې د A-80 مارک لرونکي پټرول او د L.5-62 مارک لرونکي ډیزل چې د نفتو تر ټولو ټیټ سټنډردونه دي، یو لیټر په ۴۴ او ۳۵ افغانیو پلورل کېږي.
که د نړیوالو بازارونو د قیمتونو (في بیرل۲۹،۱۷) پر اساس محاسبه وشي او حقیقي قیمت وټاکل شي، په افغانستان کې د پټرولو او ډیزلو اوسنۍ بیه تر اصلي بیې دوه چنده لوړې دي.
یو بېرل چې ۱۵۹ لېټره کېږي، د ډالرو اوسني قیمت ته په پام سره، ۱۹۸۳افغانۍ تمامېږي. که ۱۵۹ لېټره پر ۲۹،۱۷ ډالرو تقسیم شي، یو لیټر خام نفت په ۱۸ سنټه تمامېږي.
په دې اساس که د ټرانسپورت، ټکس او د چاڼ له لګښت سره د یوه لیټر بیه په اوسط ډول ۲۴ سنټه په پام کې ونیول شي، نو یو لېټر په ۱۶ افغانۍ تمامېږي، یعنې په افغانستان کې د یو لېټر پټرول بیه باید ۱۶ افغانۍ وي.
خو په کابل ښار کې یو لېټر پټرول له ۴۱ افغانیو نیولې تر ۴۳ افغانیو پورې پلورل کېږي، چې د پورتني اصلي قېمت په تناسب یو پر دوه لوړ دي.
د افغانستان خلاف په ګاونډيو هېوادونو کې چې د افغان په څېر نفتي توکي له بهره واردوي، بیې راټیټې شوې دي.
په پاکستان کې دا ورځې یو لېټر پټرول تر ۳۲ پاکستاني کلدارو پلورل کېږي.
شنونکي وايي چې د نفتو په نړیوال بازار کې ادلون بدلون پر افغانستان باید مستقیم اغېز ولري، خو دلته د نفتي توکو بیې نه دي ټیټې شوې.
د شنونکو په وینا په افغانستان کې د نفتو قراردادونه د یو څو خصوصي شرکتونو له خوا انحصار شوي او په دولت کې د ځینو لوړ پوړو چارواکو ملاتړ یې تر شا دی.
د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي چې افغانستان له نړیوال مارکېټ سره وصل نه دی او دولت د خپل قانوني مکلفیت له مخې پر بازار کنټرول نه لري.
شریف همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د نفتو بازار انحصار شوی دی او دا د حکومت په ځانګړې توګه د سوداګرۍ وزارت مسوولیت دی چې مخه یې ونیسي.
دولت د قانون له مخې حق لري چې د بیو د لوړوالي په وخت کې مداخله وکړي، د تېلو خصوصي قراردادونه وڅاري او د دې ترڅنګ د نفتي توکو او ګازو تصدۍ ته سبسایډي ورکړي، څو له خصوصي سکتور سره د رقابت لپاره ارزانه ګاز او تېل بازار ته عرضه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي چې د نفتو او ګازو بیې د پخوا په پرتله ټیټې شوې دي.
مسافر قوقندي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د ګازو بیې اتیا سلنه او همدارنګه په هر لیټر تېلو کې ۱۶ افغانۍ کموالی راغلی دی.