دخپریدو نیټه : 2016-01-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په کندوز کې ۳۰۰ ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې دي
احمد فیصل
سيمه ييز چارواکي وايي، په کندوز کې څه باندې ٣٠٠ ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې دي، چې ورڅخه سرتېري جذبوي او د ښوونکو استخدام او ګوښه کول هم د دوى په خوښه کېږي. خو طالبان د خپل واک په ساحو کې د سرتېرو په توګه د ښوونځيو د زده کوونکو ګومارل ردوي او وايي، د دوى په ليکو کې د زده کوونکو شتون منع دى او د هغوى شرعي او عرفي موانع ډېر سخت دي. د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو پر مهال د پوهنې بهير ته زيان ورسېد. دا ښار د روان کال د تلې مياشتې په ٦مه طالبانو ونيو، خو د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته د دوو اونيو په ترڅ کې بېرته په تدريجي ډول ونيول شو. د کندوز د پوهنې رياست وياند عبدالبصير وزيرى وايي، په دغو ښوونځيو کې زرګونه ښځينه او نارينه زده کوونکي درس وايي، چې د کندوز د جګړو پر مهال يې د ١٤ ورځو لپاره دروازې بندې وې، خو وروسته پرانيستل شوې او زده کوونکو په کې زده کړه پيل کړه. هغه وويل چې د پوهنې ادارې د ښاري مديريت ټول مهم اسناد، ودانۍ او پنځه ښوونځي وسوځول شول.