دخپریدو نیټه : 2016-01-25 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په ډله ايز بريد کي پنځه بريدګر او دوه سرحدي پوليس ووژل سول .
نسيم کندهاری
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د دې ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د واکنيش قطعې پر څلورم کنډک وسله والو طالبانو ډله ايز وسله وال بريد وکړ .
بريد نن ماپښين يوه بجه پيل سو او شاوخوا دوې بجې پای ته ورسيدی .
بريدګرو په ځان پوري د چاوديدونکو توک ډک واسکټونه تړلي وه ، وسلې او لاسي بمونه ورسره وه او په کرولا موټر کي يې تر هدفه ځان رسولی وو .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چي د بريدګرو په بريد کې دوه سرحدي پوليس وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي .
د نوموړي په وينا چي د امنتي ځواکونو په مقاومت کي پنځه بريدګر وژل سوي او جسدونه يې په سيمه کي پراته دي .
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی .