مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-25   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جنرال رازق : د بولدک په پيښه کي د امنتي ځواکونو مرګ ژوبله نهه تنه ده .

لودين
.د سپين بولدک ولسوالۍ په ننني ډله ايز بريد کي نهو امنتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دا بريد نن مايښين د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د دې ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د واکنيش قطعې پر څلورم کنډک وسله والو طالبانو وکړ . تر بريد وروسته ولايتي وياندويانو د امنتي سرتيرو مرګ ژوبله اووه تنه ښودل خو امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي په دې بريد کي دوه امنتي سرتيري وژل سوي او اووه تنه نور ټپيان سوي دي چي ټول نهه تنه ښودل کيږي . امنيه قوماندان مازيګر مهال خپله سيمي ته تللی وو . جنرال رازق وايې بريدګر پنځه تنه وه او ډير ژر د امنتي سرتيرو له لوري له منځه ولاړل . د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې په بريد کي يې ( ۷ ) سرحدي سرتيري وژلي دي . سپين بولدک ولسوالي د ډورنډ د کرښي پر غاړه پرته ده چي تر دې مخکي هم د ورته بريدونو سره مخ سوې ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery