مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلک او شنونکي: حکومت باید د نفتي توکو مافیا ختمه کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
خلک او د چارو یو شمېر شنونکي وايي، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د نفتي توکو بیې تر بل هر وخت ټیټې شوې خو په افغانستان کې لا هم تېل پر دوه چنده بیه پلورل کېږي چې لامل یې د حکومت بې غوري او د پر تېلو د مافیا حاکمیت دی. شنونکي وايي، حکومت د دې پر ځای چې پر لومړنیو توکو مالیې لوړې کړي او یا پر کوچنیو قراردادونو وخت ضایع کړي باید د نفتي توکو مافیا ختمه کړي او په دې سره به د حکومت عواید هم هره ورځ میليونونه افغانۍ لوړ شي. سیاسي کارپوه او د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، تېر دیارلس کاله افغانستان ته د تېلو واردولو قراردادونو یوې خاصې کړۍ په واک کې اخیستې او بل چا ته يې د واردولو اجازه نه ورکوي. نوموړي سرنوشت ته وویل، د تېلو بیې په افغانستان کې د تېلو واردوونکي ټاکي چې ګڼ یې په حکومت کې د والیانو په کچه چارواکي هم دي او نور لوړپوړي چارواکي یې هم ملګري دي. دی وايي، که حکومت پر لومړنیو توکو د مالیې لوړولو یا د کوچنیو قراردادونو د ارزولو پر ځای یوازې د تېلو په قرارادونو کې شفافیت رامنځ ته کړي، د عوایدو کچه به یې دوه برابره شي. روحاني وايي، په اوسني حالت کې په افغانستان کې یو لېتر تېل د هغو د اصلي بیې په پرتله پر دوه برابره بیه پلورل کېږي. اقتصادي کارپوه محب الله شریف وايي چې د تېلو او ټولو نفتي توکو کنټرول د سوداګرۍ وزارت دنده ده چې باید د بیو د کنټرول لپاره ځانګړي ګامونه اوچت کړي. په نړۍ کې دا مهال د یو بېرل تېلو بیه له اووه ویشت تر دېرشو ډالرو ده چې دا په په تېرو لسو کلونو کې د تېلو تر ټولو ټیټه بیه ده؛ خو په افغانستان کې لا هم تېل په هغې بیله پلورل کېږي چې په نړۍ کې د تېلو یاده بیه تر یو سل شل ډالرو پورې وه. د کابل ښار په دهمزنګ کې یو ټکسي چلوونکي سیدمحمد سرنوشت ته وویل چې اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو لېتر پټرول تېل په دري څلوېښت او څلورڅلوېښت افغانۍ او یو لېتر ډېزل په پنځه دېرش یا شپږ دېرش افغانۍ پلورل کېږي. له کابله خپرېدونکې همیانۍ ورځپاڼې هم ویلي، که د تېلو نړیوالو بازارونو ته وکتل شي، افغانستان ته له ټولو لګښتونو سره یو لېتر پټرول تېل په شپاړس افغانۍ را رسېږي او که سوداګر په یوه لېتر کې څلور افغانۍ وګټي نو باید په شل افغانۍ یې وپلوري؛ خو برعکس لا هم د تېلو بیه تر اصلي قیمت دوه برابره زیاته ده. حقوقي کارپوه زاهد ساپی وايي، د تېلو قراردادونه باید هر کال له سره داوطلبۍ ته وړاندې شي تر څو شفافیت ته لاره هواره شي. نوموړي سرنوشت ته وویل، پر بیو کنټرول د سوداګرۍ وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت چې د نفتي توکو ریاست په کې شامل دی اړوندیږي او دوی باید په دې برخه کې مداخله وکړي. خو د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې د تېر په پرتله د تېلو او ګازو بیې شپاړس افغانۍ را ټيټې شوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery