دخپریدو نیټه : 2016-01-25 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني: داعش به په افغانستان کې خاورو ته وسپارو
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د 'اسلامي دولت' نومي ډلې د 'خښولو' ژمنه کړې، چې افغانستان کې یې ځايي وسله وال له افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
له بي بي سي سره مرکه کې ښاغلي غني ویلي داعش افغان پدیده نه ده او وايي، د دې ډلې ظلمونو دوی له خلکو ګوښه کړي.
د ولسمشر غني په خبره افغانان اوس له دوی «داعش» نه دغچ اخیستو انګیزه لري او وايي دې ډلې د دښمنۍ لپاره د خلکو په انتخاب کې تېروتنه کړې.
نوموړي دغه راز په نړیواله او سیمه ییزه کچه د یادې ډلې مخنیوي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د سویټزرلنډ ډاوس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال نوموړي وویل:« له دې انکار نه شي کېدای، چې موږ له جدي خطرونو سره لاس او ګریوان یو. زما د دیپلوماسۍ لویه برخه په دې څرخیده، چې یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړو او داسې یوه سیمه چې د تېر دښمنۍ پکې په میراث پاتې دي او د نژدې لید رویه پکې داسې څه دي، چې توجه او هڅې غواړي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل، چې د داعش افغانستان څانګه یې د ترهګریز سازمان په توګه پېژندلی دی.
د دوی په وینا دغه ډله د تېر کال جنورۍ کې د پخوانیو افغان او پاکستاني طالبانو ډلو له غړو جوړه شوه.
په یوه بله وینا کې ښاغلي غني وویل:« که له طالبانو سره د سولې خبرې تر راتلونکي اپریل میاشتې پورې پیل نه شي، کړکېچ به نور پسې وغځیږي، چې پر سیمه به هم اغیزې ولري.»
د هغه په وینا:« موږ ټول پوهیږو، چې وخت ملګرتیا نه کوي او د فبرورۍ او مارچ میاشتو موده خورا مهمه ده.»
افغان ولسمشر وايي مبصرین باید پوه شي، چې د افغانستان جګړه د هغې لویې جګړې یوازې یوه برخه ده، چې پاکستان هم پکې شامل دی، ستونزې په یوې بلې پورې غوټه دي. او یوازې په یوه هېواد کې له زوره په کار اخیستو نه هواریږي.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې پاکستان باید د طالبانو هغو ډلو خلاف فعالیت وکړي، چې د روغې جوړې خبرو ته نه حاضریږي.
په دې اړه یوې پوښتنې ته ځواب کې، چې اروپا ته تلونکو افغان کډوالو ته یې پیغام څه دی، ښاغلي وویل:« هغه څه چې زه دوی ته وایم دا دي، چې دوی په اروپا کې هېڅ راتلونکی نه لري.هغسې چې تاسې د فرانسې لومړي وزیر سره مرکه درلوده اروپا خپلې پولې تړي راتلونکی مو افغانستان کې دی.»