کندهار شاوخوا دوه نيم ميليونه وګړي لري، چې له ډلې يې سږکال له ښوونځيو څخه څلور زره تنه فارغ سول، خو د کانکور په ازموينه کې بيا دوه زره او سل فارغينو ونډه اخيستې وه، چې دغې کمې شمېرې خلکو ته اندېښنې پيدا کړي دي.
په کندهار کې له څلور زره دولسم ټولګي فارغينو څخه دوه زره هغو يې د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته .
چارواکي وايې، نا امني او کمزوري اقتصاد هغه ستونزې دي، چې له امله يې ډيري زده کوونکي له لوړو زده کړو بې برخې پاتې کېږي او نسي کولای، چې په ازموينه کي برخه واخلي.
کندهار شاوخوا دوه نيم ميليونه وګړي لري، چې له ډلې يې سږکال له ښوونځيو څخه څلور زره تنه فارغ سول، خو د کانکور په ازموينه کې بيا دوه زره او سل فارغينو ونډه اخيستې وه، چې دغې کمې شمېرې خلکو ته اندېښنې پيدا کړي دي.
نا امني، کمزوري اقتصاد، د پوهنې ټيټ کيفيت او دېته ورته يو شمېر نورې هغه ستونزې دي، چې له امله يې په کندهار کې خلک له لوړو زده کړو بې برخې پاتې کېږي.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت له لوري د سږني کال د کانکور ازموينې سختوالي زده کوونکو ته د بې نتيجې پايلې اندېښنې پيدا کړي دي.
د کندهار د پوهني رييس عبدالقادر پيوستون وايې څومره چي کانکور سختيږي هومره به د ښوونځيو د کيفيت لوړيدو ته پاملرنه کوي .
د کندهار پوهنتون د دومره ټيټ شمير لوي لامل په ليري پرتو ولسواليو کي نارامه وضيعت او بې ثباتي د پوهني په برخه کي لوي خنډ بولي .
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال اينجينر عبدالتواب بالاکرزي په دومره لوي او بانفوسه ولايت کي د کانکور په ازموينه کي د دومره کمو کسانو پر ګډون انديښمن دي ، نوموړي د ستونزي د حل دپاره د مهمو ګامونو پورته کول اړين بولي.
د کانکور سږنۍ ازموينه، چې په کې له ټول کندهاره (۲۱۴۰) تنو ګډون کړي وو، (۲۳۰) يې انجونې او پاتې نور يې نارينه وه.
د ازمويني د پيل په مراسمو کي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي ، د ولايتي شورا رييس ، دولتي ريسانو او د پوهنتون چارواکو او استادانو ګډون کړی وو .
د يادونې ده، چې د کندهار پوهنتون سږ کال يوازې د درې زره تنو ظرفيت لري.