دخپریدو نیټه : 2016-01-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کانکور ګډون کوونکي او استادان: په کانکور کې روڼوالی د حکومت یوازېنۍ ښه لاسته راوړنه ده
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د پوهنتونونو یو شمېر استادان او د کانکور ازموینې ګډون کوونکي وايي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینه رڼه ده او د ملي یووالي حکومت یوازېنۍ ښه لاسته راړونه یې بولي.
استادان دغه راز وايي، په یو شمېر نورو برخو کې هم باید د لوړو زده کړو وزارت لایحې تغیر شي تر څو روڼوالی په کې رامنځ ته شي.
د وردګو پوهنتون رییس عنایت الرحمن مایار وايي، د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل کېږي او بڼې یې په بشپړ ډول بدلون کړی دی.
مایار چې د کانکور ازموینې په اخيستو کې یې هم ګډون کړی، سرنوشت ته وویل: ((کانکور ازموینه په ښه او شفاف ډول په یو شمېر ولایتونو کې واخیستل شوه او په یو شمېر نورو سیمو کې هم په شفاف ډول اخیستل کېږي چې دا د ملي یووالي حکومت او بیا د لوړو زده کړو وزارت ښه لاسته راړونه ده.))
دی وايي چې سږ کال د کانکور هر ګډونوال ته د پوښتنو جلا فورم ورکول کېږي او د یوه ولایت یا یوې حوزې پوښتنې یو له بل سره هېڅ ورته والی نه لري.
نوموړی دغه راز زیاتوي، د سږ کال په کانکور کې د دولتي چارواکو نه مداخله چې د ولسمشر د فرمان له مخې بنده شوې وه، یو ښه ګام و؛ پخوا به ولایتي چارواکو د ولایتي شورا استازو او نورو غیر مسوولو کسانو په کانکور ازموینه کې مداخله کوله او دغه کار نقل کولو ته زمینه برابروله؛ خو سږ کال په بشپړ ډول د ټولو دولتي او غیر دولتې چارواکو د مداخلې مخه نیول شوې ده.
د کانکور ګډونوال هم وايي چې د سږ کال ازموینه تر اوسه په شفاف ډول روانه ده او دا د ملي یووالي حکومت یوازېنۍ مثبته لاسته راړونه بولي.
د کندهار د کانکور یوه ګډونوال حبیب الله چې تېره ورځ یې ازموینه ورکړې، سرنوشت ته وویل: ((ما تېر کال هم ازموینه ورکړې وه؛ خو د نقل او درغلۍ چانس په کې زیات وو، سږ کال په بشپړ ډول متفاوته ازموینه وه او هیچا په کې نه نقل کولی شوی او نه هم مداخله.))
د سږ کال د کانکور ازموینې صحنې ته ان خبریالانو ته هم د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه چلند پخوا داسې نه و.
نی یا د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې په غزني کې د کانکور صحنې ته د خبریالانو د نه پرېښودو په اړه غبرګون ښودلی؛ خو لوړو زده کړو وزارت لا له وړاندې خپل طرزالعمل له رسنیو او مسوولینو سره شریک کړی چې د کانکور صحنې ته هېڅوک د ننوتلو اجازه نه لري.
د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل له مخې که کوم محصل د پوښتنو فورم د ازموینې له صحنې له ځان سره وباسي په هماغه شېبه یې پایله د وزارت سایټ ته پورته کېږي او محصل ناکام شمېرل کېږي.
غوښتل مو د کانکور پروسې پر روڼوالي د استادانو او د کانکور د ګډون کوونکو د خوښۍ او په نورو تحصیلي یا اداري برخو کې د اصلاحات په اړه د لوړو زده کړو وزارت نظر واخلو، خو پر اړیکه ورسره بریالي نه شوو.