دخپریدو نیټه : 2016-01-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغانستان له کراچۍ بندره واردات کم کړي
احمد فیصل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې افغان سوداګرو د پاکستان له کراچۍ بندره واردات کم کړي دي.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ په برخه کې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.
نوموړي ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره تر اوسه عملي ګام نه دی اخیستی.
خانجان الکوزی وايي په داسې حال کې چې د اپټا تړون لغوه شوی نه دی، خو لا هم افغان سوداګر د ټرانزیټ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا افغان سوداګر اوس د کراچۍ بندر پر ځای د ایران بندر عباس او د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې وادرات او صادرات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې چې دوه میاشتې مخکې په اسلام اباد کې جوړ شوی و، د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرې شوې وې.
په دې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې افغانستان او پاکستان به د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د اپټا تړون د تمدید یا لغوه کېدو په اړه پرېکړه کوي.
اپټا د افغانستان او پاکستان هغه ټرانزیټي تړون دی چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو.
د دغه تړون موده د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې پای ته ورسېده، خو تر اوسه کوم لوري د هغه د لغوه کېدو رسمي غوښتنه نه ده کړې.
د اپټا په تړون کې راغلي:«د تړون د رسمي مودې تر پای ته رسېدو وروسته که کوم لوري د هغه د لغوه کېدو غوښتنه ونه کړه، تړون تمدید ګڼل کېږي.»