دخپریدو نیټه : 2016-02-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپېڅلی حرم- ککړ ضمیرونه
توریالی ملیار
پاک سپیڅلی حرم، تک سپين پړکیده، دوه رکعته شکرانه لمونځ مې په حرم جومات کې ادا کړ، په لمانځه کې مې د کعبې ناوې ته پام شو، لږ مې فکر ابدالي تاریخ ته ورغی، دا به هماغه ناوه وي چې ابدالي بابا ورته ایښې وه؟ هغه خو دلته د افغاني حاجیانو لپاره ځمکه هم اخیستې وه چې هغه به اوس وي که به چا غصب کړې وي؟
تر لمانځه او دوعا وروسته د کعبې پاک حرم ته ور ښکته شوم، ځای ځای په سرو پاکو قالینو تیر شوم، د الله شکرونه مې ایستل چې دغه سپیڅلي ځای ته یې ور وستم.
طواف مې شروع کړ، تر مکې اوه ځله را تاو شوم، په هر شوط کې مې خپل وطن او خپل کړېدلي ولس ته دوعا کوله.
د کعبې لوېدځ خوا دیواله ته ګڼه ګوڼه لږ کمه وه، خلکو د کعبې په دیوال لاسونه نیولي وو او دوعا ګانې یې کولې، زه هم د کعبې پاک دیوال ته ور نېږدې شوم لاسونه مې ورباندې کیښودل، لومړۍ دوعا مې د وطن د سولې لپاره پیل کړه، د وطن دښمنانو، ظالمانو او شیطانانو ته مې ښیراوې شروع کړې، ما وې ځه دلته خو هغوی نشته چې و مې ګواښي، ومې وژني، کور مې لوټ کړي، ځمکه مې غصب کړي او له کلي کوره مې ورکړ کړي.
ناڅاپه مې پام شو هغه کلک زړي ظالمان ښه پرېمانه د کعبې په دیواله ځانونه سولوي، دعاوې کوي خو زما د دوعا په څير نه، دوی د شرابو ویالې او عیشونه غواړي حورې او غلمان غواړي، د جنت باغونه غواړي دنګې ماڼۍ او قصرونه غواړي...
حیران شوم ماوې دونیا خو یې غصب کړه اوس نو د بلې دونیا عیش او نوش هم غواړي؟؟ د وطن ویرونه او دردونه مې یو پر بل پسې له سترګو تیر شول غریو راغی، ناهیلی شوم، ژړا راغله- د کعبې په دیوال مې څو ځله خپل سر وواهه، په څپيړو مې کلک ګوزارونه ورکړل، جاغې مې وشلولې، ما وې الله زه له تانه د ځان لپاره هیڅ نه غواړم، ما مه بخښه!! ما په اور کې واچوه!! ما دوزخ ته بوزه!! په ما د قبر عذاب ښه دروند او سخت کړه!! پر ما د ځمکې عذاب دومره را وله چې په هیچا دې نه وي را وستلی خو خدایه زما یوه غوښتنه ومنه، زه د همدې لپاره تر دې ځایه درته راغلی یم- خدایه هغه ظالمان چې زما له وطنه تاته راځي دوی همدلته ګونګیان او کاڼه کړه!! همدلته یې په سترګو ړانده او په پښو شل کړه!! الله ګوره دا همغه قسم خواره دي چې ستا په در یې قسمونه وکړل مګر په همغو قسمونو یې پښې کېښودې، دا همغه شیطانان دي چې زما ولس یې یو له بل سره په جنګ کړ، ګوره الله ستا کتابونه یې ستا په جوماتونو کې وسوزول، ستا بندګان یې تر ټانکونو لاندې ژوندي ستۍ کړل، ستا دوستان یې په کانتیرونو کې ژوندي وسوځول، ستا بنده ګان یې تر خاورو لاندې ژوندي خښ کړل!! ستا د دوستانو په سرونو او سینو کې یې میخونه ټک وهل، ستا بې وسه یې لاس تړلي په ماینونو والوزول، الله دا همغه کبرجن قاتلان دي چې ستا د دین په نامه زما په بې وسه خلکو وحشت راولي کله په سره جامه کې راشي، کله په شنه او سپینه کې او کله هم په توره جامه کې زما سپین سپیڅلي خلک له له خواږه ژوند بې برخې کړي.
ما لا الله ته زارۍ کولې چې پولیس سره حلقه شول زه یې هم له نورو ډېرو سره چپ کړم، د حلقې منځ ته یو چاغ خیټور سپين ږیری را ووت، ما وې دا پاک سپيڅلی به څوک وي کتل مې یو سپيڅلی نه بلکې یو ناولی و، زما د وطن یو ستر قاتل، لوی ظالم او مشهور جنایت کار چې له خپلو ډيرو قاتلینو سره دغه پاک ټاټوبي ته راغلی و.
الله ته مې کړل اې الله یو ستر جابر او قاتل همدغه دی، همدلته ستا دغه سپیڅلي در ته راغلی، دا خو زما د ولس ستر قاتل او جابر دی!! د ولس په وینو، غم، درد او نادودو یې شته ګټلي، د خلکو ځمکې یې غصب کړې او بلند منزلې یې جوړې کړې، خلک یې په خپلو مالونو او ځمکو تري تم کړي، اولادونه یې په شرق او غرب کې په هوسونو نه مړیږي، د دوی سپينو جامو ته مه ګوره، د دوی زړونه تور دي، د دوی باطن خیرن دی، د دوی ضمیر ناولی دی، دوی زما د مسلمان ولس قاتلین دي، دهغه ولس قاتلین چې تر ټولو ډېر ستا د قانون ډېر احترام ساتي، ستا د دین تر ټولو ښه پالنه کوي او دغې مقدسې کعبې ته تر ټولو ډېر په سجدو پراته وي.
الله، دغه ظالمان ستا تر دره هم په زور راځي، په ظلم او رشوتونو راځي، په کال کې څو ځله راځي، له خپلو کورنیو او خپلو مخیو سره راځي، دوی په جبر د هغو سپيڅلو پر ځای راځي چې ریښتیایې ستا او ستا د دین مینه په زړه کې ده مګر د دوی له لاسه ستا تر دره هم نشي را تلی، دوی یې نه پرېږدي، دوی یې مخه ډب کړې او دوی یې پر ځای دلته ډله ډله را روان وي.
د مکې په بزرګۍ کې هیڅ شک نشته خر به نشي په طواف باندې حاجي