دخپریدو نیټه : 2016-02-03 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
محمد ګلاب منګل:خلک بایدله امنیتي ځواکونوسره همکاري وکړي
سید سلام
که خلک له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي نو په هیواد کې به امنیت تامین شي.
یادي څرګندونې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وزیر محمد ګلاب منګل فراه ولایت ته دیوه رسمي سفر پر مهال وکړې.
ښاغلی منګل فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د روان کال د سلواغې په ۱۳ نېټه ترسره شو،د فراه ولایت له امنیتي منسوبینو وکتل او ټینګار یې وکړ،چې خلک باید له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د دې ولایت له امنیتي منسوبینو سره د کتنې پر مهال د فراه والي محمد آصف ننګ، د ۲۰۷ لمبر ظفر قول اردو د دویمې لوا قوماندان، امنیه قوماندان او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو.
محمد ګلاب منګل افغان سرتېرو ته د وینا پر مهال وویل((ستاسو په نه ستړي کېدونکو هلو ځلوسره به هرو مرو په هېواد کې سوله او امنیت تامینیږي،موږ ستاسوپه میړانه، سرښندنو او اتلولیو ویاړو، زه به ستاسو د ستونزو په حلولو کې له هیڅ راز همکاریو څخه ډډه ونه کړم)).
د فراه ولایت امنیتي چارواکو هم د امنیت ټینګولو لپاره د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ډاډ ورکړ او زیاته ېې کړه،چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به له خپلې خاورې دفاع کوي.