دخپریدو نیټه : 2016-02-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هلمند لپاره پر یوه وخت دوه ښاروالان ټاکل شوي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ملي یووالي حکومت د هلمند لپاره پر یوه وخت دوه ښاروالان ټاکلي دي.
د هغو اسنادو له مخې چې سرنوشت ورځپاڼې ترلاسه کړي، ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز د انجنیر مطیع الله بهیر په نوم یو کس د هلمند د ښاروال په توګه ټاکلی دی.
دغه راز اجرایه رییس د یوه مکتوب له لارې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارښتنه کړې چې د حسیب الله سلطاني په نوم کس د هلمند د ښاروال په توګه ګوماري.
سرنوشت په یوه رسېدلي مکتوب کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ولسمشر څخه غوښتي چې د اړتیا پر اساس انجنیر مطیع الله بهیر چې د دې ادارې په وینا د ماسټرۍ تر کچې لوړې زدکړې او د کار وړتیا لري، د هلمند د پخواني ښاروال پر ځای وګوماري.
د مکتوب په پای کې د سیمه ییزو ارګانونو د سرپرست او د پالیسۍ د برخې د مرستیال محمد نادر یما لاسلیک دی.
ولسمشر د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې وړاندیز منلی او د ښاروال په توګه د بهیر له ټاکل کېدو سره یې هوکړه کړې.
د دغه مکتوب په پای کې د ولسمشر اشرف غني لاسلیک دی.
خو په یوه بل مکتوب کې چې سرنوشت ترلاسه کړی، اجرایه رییس د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې غوښتي چې د حسیب الله سلطاني په نوم یو کس یې د ښاروال په توګه وټاکي.
سرنوشت ورځپاڼې د سیمه ییزو اورګانونو له خپلواکې ادارې سره په دې اړه تماس ونیو، سره له دې چې هغوی د معلوماتو د ورکولو ژمنه وکړه، خو وروسته یې تلفون ته ځواب ور نه کړ.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند منیرې یوسفزاده وویل چې پرون په دې اړه اداره کې جلسه جوړه شوې وه او د ژمنه یې وکړه چې پایلې به یې موږ سره شریکې کړي، خو وروسته یې تلفون ته ځواب ور نه کړ.