دخپریدو نیټه : 2016-02-10 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
محمد گلاب منگل: دخوست د خلکو ستونزې به تر ولسمشره رسوو.
سید سلام
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل خوست ولایت ته د یوه رسمي سفر پرمهال څرګنده کړه،چې غواړي د خلکو ستونزې له نږدې واوري او د حل په موخه لازم اقدامات تر سره کړي.
ښاغلي منګل دې ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل:(( موږ خوست ته د ولسمشر د لارښوونې پر اساس راغلي يو,تر څو د خوست د اوسېدونکو ستونزې له نږدې واورو او د حل په موخه يې له ولسمشر او د کابينې له غړو سره شريکې کړو)).
خوست ولایت ته په دغه سفر کې چې نن چهارشنبې د 1394 لمريز کال د سلواغې پر 21 نېټه تر سره شو، د ولسمشر سلاکارانو حاجي علي اکبر ژوندي او محمد طاهر صبري،د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال څېړندوی عبدالغفور لېوال او یو شمېر نورو چارواکو د ښاغلي محمد ګلاب منګل ملتیا کوله.
خوست ولایت ته د تللي پلاوي د ورتګ په اړه د دې ولایت والي ښاغلي حکم خان حبيبي د له دغه پلاوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا کار به د دولت او ملت ترمنځ د واټن په کمېدو کې مرسته وکړي.
په خوست کې جوړه شوې غونډه کې له دولتي لوړپوړو چارواکو سربېره د دې ولایت ترڅنګ د پکتيا, پکتيکا او لوګر ګڼو قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون ګډون کړی وو.
دغو قومي مشرانو له یاد دولتي پلاوي سره خپلې ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه،چې د هیواد د سوکالي او تل پاتې سولې په موخه به له افغان حکومت سره مرسته او همکاري کوي.