مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-13   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار کي ( ۲۷۰۰۰۰ ) جريبه دولتي ځمکه غصب ده .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ولسوالانو په يوه غونډه کي د ولسواليو ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته هم امر وکړ چي په دې برخه کي خپل مسووليت تر سره کړي ، نوموړي په دې برخه کي ټاکلي کميسيون ته هم ډاډ ورکړ .
په کندهار کي ولايتي ادارې د دولتي غصب سويو ځمکو د خلاصون دپاره جدي هڅي پيل کړي دي ، په کندهار کي دا مهال تر دوه نيم لکه جريبه زياته دولتي ځمکه غصب پاتي ده او تر سل زره جريبه زياته له غصبه خلاصه سوې ده . د کندهار والي وايې چي په دې برخه کي زيات جدي دی . په کندهار کي څه کم څلور سوه زره جريبه دولتي ځمکه غصب سوي او دا مهال يې د خلاصون دپاره جدي هڅي پيل سوي دي ، د دولتي ځمکو د ساتني او خلاصون د ادارې مشر نورالله نوري وايې ، چي تر دې مهاله تر سل زره جريبه زياته ځمکه د غصبه خلاصه سوي او پاتي يې د غاصبينو په منګولو کې ده . نوري وايې ، چي په دې اړه ټاکل سوی کميسيون جدي کار کوي او هڅه کوي چي پاته دولتي ځمکه هم خلاصه او وروسته يې خلکو ته په اجاره ورکوي . د نوموړي په وينا کابل هم د دوه سوه غاصبينو ليست ورته سپارلی دی خو د کوم چا نوم نه يادوي . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ولسوالانو په يوه غونډه کي د ولسواليو ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته هم امر وکړ چي په دې برخه کي خپل مسووليت تر سره کړي ، نوموړي په دې برخه کي ټاکلي کميسيون ته هم ډاډ ورکړ . په کندهار کي د دولتي ځمکو غاصبين تر ډيره زورواکي او په ټيټه سطحه يو شمير دولتي مسوولين دي ، د کندهار ميوند او ژړۍ ولسوالي هغه سيمي دي چي تر نورو سيمو ډيره ځمکه پکښي غصب سوې ده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery