دخپریدو نیټه : 2016-02-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
منيول والس: روسیه دې په سوریه کې هوایي بریدونه ودروي
احمد فیصل
د فرانسې لومړي وزير منيول والس پر روسیې غږ کړی چې د سوريې هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو په نښه کول ودروي. په دې اړه د نوموړي سيال د روسيې ديمتري ميدوف ويلي، چې د روسيې او لوېديځ تر منځ کړکېچ نړۍ د سړې جګړې لور ته بيايي. بل خوا تېره مياشت په بريتانيا کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو چې د روسيې هوايي بريدونو کې لږ ترلږه ۱۰۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي