مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملېشه جوړونې هڅې د امریکايي لوبې برخه ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د سیاسي چارو شنونکي د حکومتي مشرانو له لوري د ملېشو جوړول د امریکايي لوبې برخه بولي. دوی وايي د حکومت له منځه یو شمېر کړۍ او افراد هڅه کوي په یو او بل نوم خلک په وسله وال کړي چې او په وینا یې دا د امریکايي لوبې برخه او د داعش په څېر پروژه ده. د دوی په باور په دې ورستیو کې د احمدضیا مسعود دریځ، تر هغه وړاندې د ولسي جرګې پر لومړي مرستیال د ملېشه جوړونې تور او بیا په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال کړنې هغه بېلګې دي چې له حکومتي چوکاټه بهر د ملېشې جوړونې د هڅو په توګه یادېدلی شي. ژورنالېست او د چارو شنونکی محب الله شریف وايي له حکومتي چوکاټه بهر د خلکو وسله وال کول افغانستان د کورنۍ جګړې خواته بیايي او دلته جګړه اوږوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل:« په دې ورستیو کې د یو شمېر چارواکو څرګندونو او کړنو ته په کتو داسې برېښې چې افغان لوبې ته نوي اړخونه ورکول کیږي او هڅه کیږي، چې دلته جګړه په یو او بل نوم اوږده شي.» دده په وینا د یو شمېر ګاونډیو په ګډون لوېدیځ هېوادونه ددې لوبې تر شا ولاړ دي او لوبې ته نوي اړخونه ورکوي. د چارو بل شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي د نوي حکومت په راتګ سره بهرنیانو د ملېشې جوړونې هڅې پیل کړې. دی ادعا کوي چې تر دې وړاندې له پي آر ټي ګانو یا د ولایتي بیارغونې د ټیمونو له لارې خلک وسله وال کېدل. ځواک سرنوشت ورځپاڼې ته وویل:» د احمدضیا مسعود هغه څرګندونې چې پخواني مجاهدین باید بېرته سره بسیج او ولایتي ډلې جوړې کړې د دې مانا لري، چې په افغانستان کې ملېشه جوړونه هم د داعش په څېر پروژه ده.» دده په وینا له امنیتي ځواکونو بهر هر راز وسله وال د تېرو تجربو تکرار دی چې د حکومتونو د نسکورېدو لامل شوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery