دخپریدو نیټه : 2016-02-16 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
کندهار : کندز د ولايتي سياليو د اتلولۍ جام پورته کړ.
نسيم کندهاری
په کندهار کي د فوټبال ولايتي سيالۍ د کندز لوبډلي په اتلولي پای ته ورسيدې .
دا سيالۍ چي پنځلس ورځي مخکي د ملي سوداګر حکمت الله ښادمن په مالي لګښت پيل سوي وي ، د کندهار ، کابل ، تخار ، کندز ، هرات ، جوزجان او فرا لوبډلو ګډون پکښي کړی وو ، چي نن ناوخته يې پايلوبه د کابل او کندز تر منځ وسوه ، لوبه دوه د دوه په وړاندي په مساوي ډول پای ته ورسيده او په پاينلټيانو کي کندز وتوانيدی چي کابل ته ماته ورکړي او د اتلولۍ جام پورته کړي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي د دا ډول سياليو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چي په کندهار کي به د فوټبال د ودي دپاره هلي ځلي قوي کړي .
د فوټبال فدراسيون مشر نصيراحمد وايې ، چي په دې سياليو کي د کندهار منتخبه لوبډله وروسته پاتي سوه چي لامل يې د لوبغاړو خپل منځي اختلافات وه ، نوموړي وويل چي د دې ستونزو د حل دپاره به لاس په کار سي .
تر لوبي وروسته په مراسمو کي پر ښو لوبغاړو او همکارو شخصيتونو ستاين ليکونه ، تحفې او نقدي جايزي هم وويشل سوې ، ګټونکي لوبډلې ته د عبدالرحيم ايوبي له لوري پنځوس زره افغانۍ نقدې جايزه هم ورکړل سوه .