مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

صبا: د ملي او نړيوالو پروژو د پلي کولو د مديريت په برخه کې د ظرفيت نه شتون جدي ستونزه ده

احمد فیصل
د کانونو او پټروليم وزير په دغه وزارت کې د تخنيکي ظرفيت او پاليسۍ او د حساب ورکونې او روڼتيا د نه شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وايي، دغه ننګونې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د اصلاحاتو په رامنځته کولو هوارېدلى شي. داوود شاه صبا پرون په کابل کې په خبري ناسته کې، د ملي او نړيوالو پروژو د پلي کولو د مديريت په برخه کې د ظرفيت نه شتون يوه جدي ستونزه وبلله او ويې ويل، دا ډول ستونزو د دغه وزارت کار له خنډ سره مخامخ کړى دى. د کانونو او پټروليم وزير په دغه وزارت کې د پاليسۍ د نه شتون په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "په دغه سکټور کې په پراخه کچه يوه ګډوډي شته، په دندو او مکلفيتونو کې څرګنده او روښانه ليدلوري او دغه راز يوه منظمه ستراتيژي نشته، د کانونو وزير ګواښ وکړ، چې پخواني قراردادونه سخت څېړل شوي او دغه قراردادونه که کومه ستونزه ولري، له منځه به يوړل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery