دخپریدو نیټه : 2016-02-18 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
میدان وردګو کې یو ماشوم وژل شوی دی
سید سلام
د میدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ اوسيدونکي وايې چې د ملي اردو ځواکونو يو نهه کلن کوچنی په ډزو وژلی دی.پيښه ماسپښین د مملو په کلي کې رامنځته شوې ده . د سیمې خلک وايي یاد ماشوم په داسي حال کې په ډزو ولګېده چې په کرونده کې په کار بوخت و.سیمه یزو چارواکو د پېښې په اړه ناخبرې ښودلې او او وايي پلټنې یې پیل کړې دي. د یادونې ده چې تېر ورځ خلکو د یاد ماشوم د وژل کېدو په غبرګون کې مظاهره وکړه او د کابل- غزني لویه لاره یې بنده کړې وه.