دخپریدو نیټه : 2016-02-19 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
دفاع وزارت قوي هوايي عملیات کړي دي
سید سلام
دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په ۱۰ نا امنه ولایتونو کې بې ساري هوايي عملیات کړي دي.
د دفاع وزارت چارواکي وايي، دا مهال هوايي ځواک تقریباً ۶۵ سلنه له ځمکنیو ځواکونو ملاتړ کولای شي.د دفاع وزارت چارواکي د یادو عملیاتو له امله وسله والو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره هم کوي.د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بدخشان، هلمند،بغلان او ننګرهار ولایتونو کې پر مخالیفینو سخت ګوزارونه کړي دي،چې د ده په خبره ۳۲ وسلوال یې وژلي اواته ویشت نور ژوبل دي.