دخپریدو نیټه : 2016-02-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
دفاع وزارت د پنټاګون هغه راپور ردوي، چې ګواکي د افغان ځواکونو په لیکو کې خیالي سرتېري هم شتون لري
احمد فیصل
دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د شتون په اړه د پنټاګون د چارواکو وروستۍ څرګندونې ردوي. دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ټينګار کړی چې د افغان خیالي ځواکونو معاش به بند کړي. له دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې او یو شمېر نورو ادارو هم د افغان ځواکونو په لیکو کې د خ...