دخپریدو نیټه : 2016-02-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هوا له لارې د مېوو صادراتو ته زمینه برابرېږي
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
ولسمشر اشرف غني وايي، حکومت له خصوصي سکتور سره پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د راتلونکي لمریز کال د غبرګولي تر میاشتې وروسته به هره ورځ د افغانستان شپږسوه ټنه تازه مېوه د هوا له لارې بهر ته ولېږدول شي.
دغه مېوه به د افغانستان له ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو څخه د الوتکو له لارې نړیوالو مارکېټونو ته ولېږدول شي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون « د افغانستان د کرنې د ترویج او پراختیا څلورمه ناسته» تر نامه لاندې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
نوموړي په هېواد کې د کرنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې عامه رفاه د کانونو له سکتور سره تړلې ده، خو ثبات له کرنې پرته نه شي راتلی.
اشرف غني زیاته کړه، چې د حکومتولۍ له مهمو موضوعاتو څخه یو هم د مرفع زراعت رامنځته کول دي او د حکومت ټول تمرکز یې د کرنې د سکتور پر پراختیا دی.
ده کروندګر، دولت او خصوصي سکتور شریکان وبلل او ویې ویل چې د کرنې د ترویج په برخه کې خصوصي سکتور له کرنې وزارت څخه په مراتبو بهتر او په دې برخه کې یې ډېر کار کړی دی.
ولسمشر وویل:«سږ کال مو پر زراعت تمرکز کړی. یوازې په غنمو باندې مې ۱۶ غونډې جوړې کړې دي، د کرنې وزارت باید د افغانستان هر تولیداتي قلم ته پاملرنه وکړي. زموږ زعفران نن بهرنیان په خپل نوم بهرنیو مارکېټونو ته صادروي. زموږ علمي بنسټونه زموږ د کرنې له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره عیار نه دي. په پوهنتونونو کې یو څه لوستل کېږي، خو په عمل کې بل څه وي.»
ولسمشر د اوبو مدیریت د کرنې سکتور د پراختیا لپاره اساسي لومړیتوب وباله او ویې ویل چې په راتلونکي کال کې به په ټول هېواد کې د اوبو پر ۲۱ بندونو عملي کار پیل شي.
ده وویل چې افغانستان هر کال د اوبو د ضایع کېدو له امله دوه میلیارده ډالره له لاسه ورکوي او د اوبو انسجام به د دې سبب شي چې افغانان له خپلو اوبو څخه اعظمي استفاده وکړي او همدارنګه د سېلابونو مخه به ونیول شي.
ولسمشر د ځمکو غصب هم د کرنې پر وړاندې اساسي ستونزه په ګوته کړه چې په وینا یې کروندګر یې د خپلو ځمکو پر خوندیتوب او مصوونیت بې باوره کړي دي.
اشرف غني وویل:«ټولو والیانو ته مې لارښوونه کړې چې غصب شوې ځمکې را وګرځوي. زموږ ځمکوال باید پوه شي چې ملکیت یې خوندي دی.»
نوموړي وویل چې موږ له خپلې ځمکې ډېره لږه ګټه اخلو او دا ستونزه هغه وخت په ډاګه کېدای شي کله چې زموږ یو هکتار کرنیزه ځمکه د ګاونډیو له هغو سره پرتله شي.
هغه له ځمکې څخه د ښې ګټې اخیستنې د یوه مثال په توګه د پروان ولایت ځمکو ته اشاره وکړه چې په وینا یې په پروان کې یو کروندګر له څلور بسوې ځمکې څخه نږدې درې سوه زره افغانۍ کلنی عاید لاسته راوړي.
اشرف غني بڼوالو او کروندګرو ته ډاډ ورکړ چې دولت له خصوصي سکتور سره په ګډه د ستونزو د حل لپاره کار کوي.
په غونډه کې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي کرنه د افغانستان لپاره او د ملا تېر وبلله.
الکوزي وویل چې خصوصي سکتور د افغانستان د کرنې وزارت سره د ترویج او ګډې پانګونې په برخه کې خبرې کړې دي او ډېر ژر به د کروندګرو، صنعتکارانو او پانګوالو یو ګډ کنفرانس جوړ شي.
خان الکوزي زیاته کړه، سره له دې چې تېر کال له هر اړخه ډېرې ستونزې وې، خو د صادراتو او په ځانګړې توګه د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې د افغانستان لپاره یو ښه کال و.
نوموړي وویل چې افغانستان د روان کال په نهو میاشتو کې ۴۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي.
د هغه د معلوماتو له مخې افغانستان سږ کال تر اوسه ۱۰۶ زره ټنه تازه مېوه صادره کړې چې د تېر کال په پرتله شپږ سلنه زیاته ده.
دغه راز افغانستان سږ کال ۱۷۴ زره ټنه کچالو صادر کړي چې د تېر کال په پرتله اتلس سلنه زیاتوالی ښيي.
الکوزي له ولسمشر څخه وغوښتل چې پر زراعتي توکو اضافي ټکسونه باید کم او یا هم معاف کړای شي.
ده همدارنګه وړاندیز وکړ چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو د ملاتړ لپاره باید پر مشابه توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړای شي او په ځانګړې توګه موسمي تعرفه ډېره اړینه ده.
د سوداګرۍ خونې مرستیال وویل چې افغانستان د کرنیزو توکو د ټست او لابراتوار او د غذايي مصوونیت په برخه کې د باور لیک د نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړه چې د غذايي مصوونیت د سرټیفیکټ د نشتوالي امله دم ګړۍ د افغانستان ۱۸۰ ټنه جلغوزي په چین کې بند پاتې دي.
هغه وویل که ستونزې حل شي، نو افغانستان به د کال دوه میلیارده ډالره صادرات ولري.