مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په ۱۸ ولایتونو کې دوه میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
په افغانستان کې د غصب شویو ځمکو په اړه یو څېړنیز راپور ښيي چې د ځمکو مافیا په تېرو څوارلسو کلونو کې نږدې دوه میلیونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې چې له دې درکه یې په میلیاردونو ډالر لاسته راوړي دي. دغه څېړنیز راپور د «خانه آزادی بنسټ» له خوا د «غصب شوې ځمکې تور فصل» تر نامه لاندې په دریو څپرکو او سل پاڼو کې چمتو او پرون خپور شو. د دې بنسټ غړي وايي چې د اراضۍ د عالي ادارې او د ولسي جرګې د ځانګړي کمېسیون شمېرې ښيي چې تر اوسه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دوه میلیونه او دوه لکه او اووه نوي زره (۱۲۹۷۰۰۰) جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده. په راپور کې راغلي چې له دې ډلې (۹۸۶۳۳۴) جریبه د ۱۵۸۳۱ کسانو له خوا، (۲۶۲۵۳۷) جریبه د د ۳۵۵ ښارګوټو د مالکینو له خوا او (۳۰۸۲۹) جریبه نوره د ۱۳۹ دولتي ارګانونو له خوا غصب شوې ده. خو جمهوري ریاست په افغانستان کې د غصب شوې ځمکه اندازه تر دې هم زیاته، یعنې ۴،۵ میلیونه جریبه ښودلې ده. د خانه آزادي بنسټ د موندنو پر بنسټ یوازې په ۱۸ ولایتونو کې نږدې دوه میلیونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده. کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار، کندوز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، خوست، لوګر او غزني هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېره ځمکه په کې غصب شوې ده. دغه راز نورستان، دایکندي، پکتیکا، پنشېر او غور هغه ولایتونه دي چې په وروستیو څو کلونو کې تر ډېره لږه دولتي ځمکه په کې غصب شوې ده او دلیل یې هم دا دی چې په دغو ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړولو لپاره امکانات کم او تر ډېرې غرنۍ سیمې دي. د خانه ازادي په راپور کې زیاته شوې، هغه ۱۵۸۳۱ تنه چې د ځمکو په غصب کې ښکېل دي؛ قومي مشران، ځايي زورواکي، جهادي قومندانان، د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران، د کلیو مشران، مخور، هغه پانګوال چې تورې او نا مشروع پانګې لري، یو شمېر ښاروالۍ، د اردو او پولیسو ځینې افسران، د ولسي جرګې یو شمېر استازي، سناتوران، د ولایتي شورا غړي، یو شمېر والیان، د کابینې مخکېني غړي، د پولیسو قومندانان او یو شمېر فرصت طلبه کسان دي. راپور کاږي چې په غصب شویو ځمکو کې استوګنیز ښارګوټي، لوړ پوړیزې ودانۍ، سوداګریز مرکزونه، خپلسرې سرپناوې، د تېلو پمپونه، سرایونه، بڼونه او کرنیزې ځمکې جوړې شوې دي. د خانه ازادي بنسټ مشر شاه حسین مرتضوي وايي چې په افغانستان کې هېڅ ځای له غاصبانو خوندي نه دی پاتې شوی او زورواکو حتی د مسجد، ښوونځیو، وړوکتونونو، سینماګانو او هدیرو لپاره ځانګړې شوې ځمکې هم غصب شوې دي. د قانون د حاکمیت نشتوالی، د تورنو کسانو نه تعقیبول، د زورواکو او غاصبینو پر وړاندې معافیت، د ځمکو د بیو لوړوالی، په حکومت کې غصب ته د زمینې برابرول، غصب ته د جرم په سترګه نه کتل او پراخ اداري فساد په راپور کې د غصب عمده عوامل په ګوته شوې دي. راپور زیاتوي چې غصب په افغانستان کې نه جبرانېدونکې ستونزې لکه د پراختیايي پلان نه پلي کېدل، د چاپېریال زیانمنول، د بشري حقونو سرغړونه، قومي شخړې او د تاریخي سیمو تخریب له ځان سره لرلي دي. یاد بنسټ د دې ستونزې د حل لپاره حکومت ته اوولس مشخص وړاندیزونه کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery