دخپریدو نیټه : 2016-02-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان د سولې په خبرو کې د امتیاز لپاره پر افغان خاوره توغندیز بریدونه پيل کړي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي وايي پاکستان یو ځل بیا په دې هڅه کې دی، چې د سولې د څلورمې څلور اړخیزې غونډې پر مهال د ځان او طالبانو لپاره له افغان حکومت څخه زیات امتیازات تر لاسه کړي او له همدې امله یې یو ځل بیا پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل پیل کړي.
دوی همدراز وايي، د پاکستان هڅه دا ده چې ډیورنډ په نړیواله کچه داسې مطرح کړي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله ده.
د دوی په باور کله چې پر افغان خاوره توغندي ویلي موخه یې دا وي چې افغانستان ترې شکایت وکړي چې له کرښې پورې غاړې توغندي ویشتل کیږي.
د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ قومي مشران وايي، تېره ورځ پاکستاني ځواکونو له کرښې پورې غاړه شپږ توغندي پر افغان خاوره ویشتلي، چې په تورخم کې یې یو شمېر سوداګریز ځایونه هم زیانمن کړي دي.
پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل وايي پاکستان هڅه کوي د سولې د څلورمې څلور اړخیزې غونډې پر مهال ځان او طالبانو ته یو لړ امتیازات تر لاسه کړي نو ځکه یې پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل پیل کړي او دا یو نظامي فشار بلل کیږي.
امرخیل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، پاکستان غواړي وښيي، که افغان حکومت یې غوښتنې ونه مني نو هم به په افغانستان کې نا امني زیاته کړي او هم به یې په توغندیو وولي.
د هغه په باور پاکستان غواړي د افغانستان بهرنی سیاست په خپل واک کې واخلي، ډیورنډ د یوې رسمي کرښې په توګه مطرح کړي او همدراز خپلې اقتصادي لارې په افغانستان کې له مالیې پرته پر حکومت ومني او له افغان اوبو ګټه واخلي.
دی همدراز زیاتوي، افغان پوځ امریکا قصدا داسې نه دی تجهیز کړی، چې د پاکستان د توغندیو ځواب بیرته په توغندیو ورکړي.
امرخیل په دې اړه وویل:« زموږ امنیتي ځواکونه او په ځانګړي توګه پوځ درنه وسله نه لري، امریکا یوازې داسې ټوپک ورکړي، چې یو ډز وکړي او بیرته بند شي، دا د امریکا او پاکستان ګډ پلان دی چې افغانستان باید پیاوړی پوځ ونه لري.»
سیاسي کارپوه محمد حسن حقیار وايي دا چې په دې ورستیو کې پاکستان په ډیورنډ ته څېرمه سیمو کې تحرکات پيل کړي او همدراز پر افغان خاوره توغندي ولي غواړي نړیوالو ته دا وښيي چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله ده.
حقیار سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، که افغانستان اوس د پاکستان له توغندیو په نړیواله کچه شکایت کوي نو د پاکستان لومړۍ پوښتنه به دا وي، چې افغانستان له موږ سره کومه رسمي پوله لري او د کوم ثبوت له مخې ادعا کوي چې توغندي زموږ له خاورې توغول شوي دي؟
نوموړي همدراز وايي، د سولې څلور اړخیزه ناسته چې دری ورځې ورسته په کابل کې جوړیږي هغه فرصت دی چې پاکستان په کې باید افغان حکومت او طالبانو ته خپل زور وښيي چې پر حکومت د توغندیو له لارې فشار اچوي.
وړمه ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم ویلي وو، چې پاکستان د ډیورنډ په صفري نقطو کې سړکونه او پوستې پیل کړې دي او دغه کار یې د ټولو اصولو خلاف بللی وو؛ خو حکومت لا هم په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.