دخپریدو نیټه : 2016-02-21 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په کندهار کې شپږ وسلوال طالبان نیول شوي دي
سید سلام
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په میوند ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو د درملو یوه زېرمه له منځه وړی او شپږ طالبان یې نیولي دي.د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وویل چې دغه عملیات بېګاه شپه د سره بغل په سیمه کې شوي دي.دراني زیاته کړه په عملیاتو کې درې عرادې موټر او شپږ موټر سایکل هم له منځه وړل شوي دي.