دخپریدو نیټه : 2016-02-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
له تورخمه تر پېښوره له افغان لاریو پنځه ځایه ناقانونه پیسې اخیستل کېږي
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
افغان سوداګر شکایت کوي چې د خیبر پښتونخوا د لویې لارې په اوږدو کې د پاکستاني پولیسو او غیر مسئولو وسله والو له خوا ترې پنځه ځایه نا قانونه پیسې اخیستل کېږي.
یو شمېر سوداګرو چې له افغانستان څخه بېلابېل صادراتي توکي پېښور او واګې بندر ته لېږدوي، همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د پېښور په رېنګ روډ کې ترې پنځه ځایه نا قانونه پیسې اخیستل کېږي.
افغان سوداګر وايي چې دغه پیسې د پولیسو او غیر مسئولو وسله والو له خوا چې د سړک پر سر ولاړ وي، اخیستل کېږي.
د پېښور په رېنګ روډ کې له هر افغان بار وړونکي موټر څخه ۲۵۰ کلدارې اخیستل کېږي.
په پېښور کې د افغانستان جنرل قونسل هم مني چې افغان سوداګر ځورول کېږي او نا قانونه پیسې ترې اخیستل کېږي.
په پېښور کې د افغانستان قونسل عبدالله پویان وايي چې په دې اړه ورته ګڼ شکایتونه ور رسېدلي دي.
پویان همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې په وروستیو کې یې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره یوه ناسته درلوده او په دې اړه یې ور سره خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا د حکومت له خوا ورته ډاډ ورکړل شوی دی، چې دا ستونزه به ژر حل شي.
د افغانستان جنرل قونسل دغه راز زیاته کړه، چې په پېښور کې د د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډې خونې هم په دې اړه هڅې پیل کړې دي.
نوموړي وویل چې قونسل ته د ده تر راتګ مخکې ډېرې ستونزې موجودې وې، خو اوس یې د ستونزو د حل لپاره هڅې پیل کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم وايي چې له تورخم څخه تر پېښور پورې د افغانستان له سواګریزو مالونو څو ځایه پیسې اخیستل کېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په لویو لارو کې له صادراتي مالونو باید هېڅ ډول نا قانونه پیسې وا نخیستل شي.
نوموړي د پاکستاني پولیسو او نا مسئولو وسله والو دغه کار په کلکه وغنده او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه په رسمي ډول هواره کړي.
الکوزي وویل چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر وړاندې دغه ډول خنډونه کولی شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بهیر ټکنی کړي.
هغه همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې پاکستان له یوې خوا د افغان موټرو ته د واګې بندر له لارې هند ته د مالونو د لېږد اجازه نه ورکوي او له بلې خوا په لویو لارو کې ورته دا ډول ستونزې جوړوي چې دا کار پر سوداګرۍ بده اغېزه کوي.
له افغانستان څخه پاکستان او بیا له پاکستان څخه د سوېلي اسیا هېوادونو ته په لېږدېدونکو توکو کې تازه او وچه مېوه، قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې، بوټي او غالۍ شامل دي.