مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

فدامحمد نظري: موسی کلا او سنګین د دوه نیم میلیونه ډالرو په بدل کې طالبانو ته پرېښودل شوې دي

احمد فیصل
د چارو یو شمېرو شنونکي ادعا کوي چې د هلمند دوې ولسوالۍ د پیسو په بدل کې طالبانو ته پرېښوودل شوې دي. فدامحمد نظري وايي د هغه معلوماتو له مخې چې ده ته رسېدلي د هلمند موسی کلا او سنګین ولسوالۍ د دوه نیم میلیونه ډالرو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوې دي. نظري له سرنوشت ورځپاڼې سره د خپرو پر مهال وویل دغه اندازه پیسې هغو کسانو ته ورکړل شوې چې له سنګین او موسی کلا یې افغان ځواکونه له جګړې پرته ایستلي دي. نظري وايي هغه کسان چې په دې معامله کې ښکېل دي، مرکزي حکومت ته یې پلمه کړې چې په دې ولسوالیو کې د جګړې د بریا امکان نه شته او دوی به د ګرشک په څېر پر نورو سیمو تمرکز وکړي. د نظري په باور دغه دوه نیم میلیونه ډالر هغه کسانو اخیستي چې واک یې درلود او یو له دغو کسانو د هلمند د جګړې لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالجبار قهرمان دی. نظري وايي قهرمان هره ورځ د ملي دفاع وزارت او ولسمشر ته معلومات ورکول او هغوی یې ته یې قناعت ورکړی چې په دغو ولسوالیو کې جګړه نه شي ګټل کېدای. نظري چې د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي په دغو دوو ولسوالیو کې د خیالي سرتېرو ستونزه هم وه. دی وايي په یوه پوځي مرکز کې ۵۰۰ سرتېري په رسمي ډول راجستر و، خو کله چې مرکز تخلیه کېده یوازې ۵۰ سرتېري ترې را ووتل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery