دخپریدو نیټه : 2016-02-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په فراه کې د قطر یوې موسسې ۲۷ بېلابېل مرغان خوشي کړل
احمد فیصل
د قطر هېواد يوې موسسې د فراه په مرکز کې ٢٧ ډول، ډول مرغان خوشي کړي او ټاکل شوې چې د يو تړون له مخې هر کال تر زرو مرغان هلته خوشي کړي.د پرون ورځې په خوشي شوو مرغانو کې شل "توغدارو"، څلور "شاهینان" او درې بازان شامل وو.دغه مرغان د قطر هېواد د يوې خيريه موسسې (الغرافه) مشر شيخ علی ال ثاني پرون غرمه مهال د فراه د مرکز اړوند د کافر کلا په دښته کې خوشي کړل.د فراه د پوهنې رييس انجنير منان متين ويلي، ټاکل شوې چې دغه موسسه راتلونکې پنجشنبې ١٥٠ نور داسې مرغان هم په فراه کې خوشي کړي.هغه وايي چې يادې موسسې دغه مرغان له قطر څخه افغانستان ته راوړي او ځيني يې په فراه کې روزلي دي.د ده په وينا، د يادې موسسې او د افغانستان د کرنې وزارت او چاپېريال ساتنې رياست د يو تړون له مخې، ټاکل شوې ياده موسسه هر کال له ٥٠٠ تر زرو دا ډول مرغان په فراه کې خوشي کړي.دى وايي چې د دغه تړون له مخې به ياده موسسه په فراه کې د دې مرغانو نسل ډېروي، خو بيا کولاى شي چې ٣٠ سلنه يې بېرته ښکار کړي.دا په داسې حال کې چې له څو کلونو راهيسې يو شمېر عربان د هېواد د لوېديځ زون ولايتونو په تېره بيا فراه ته راځي او په داسې حال کې مرغان ښکار کوي چې ښکار د ولسمشر د يو فرمان له مخې بند دى.د دې تر څنګ د قطر يادې موسسې (الغرافه) په دغه ولايت کې يو شمېر ټولګټې پروژې هم پلې کړې او ځيني يې تر کار لاندې دي.