دخپریدو نیټه : 2016-02-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
خلک: افغان چارواکي د بهرنیو ځواکونو عملیات پر افغان ځواکونو تاوانوي
احمد فیصل
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او خلک وايي یو شمېر چارواکي د بهرنیو ځواکونو عملیات چې ډېر کله په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي پر افغان ځواکونو تاوانوي او په دې توګه خلک پر افغان امنیتي ځواکونو بې باوره کیږي.نږدې یوه اوونۍ وړاندې د وردګو د جلګې ولسوالۍ په تنګي سیدان سیمه کې پر یو روغتون شپني عملیات ترسره شول چې د دوه ټپي ناروغانو په ګډون د هغوی یو پای واز په کې و وژل شول او روغتون ته هم زیان ورسید. د وردګو والي حیات الله حیات وايي دغه عملیات ځانګړو افغان ځواکونو له پلازمېنې کړې او څلور طالبان یې په کې وژلي دي.د عملیاتو په دویمه ورځ سرنوشت ورځپانې د سیمې د خلکو له قوله راپور خپور کړ چې په دغه عملیاتو کې بهرني ځواکونو ښکېل وو؛ خو اوس سویډن کمېټې هم رسما اعلان کړی چې په تنګي سیدان کې د دوی پر روغتون بهرنیو ځواکونو عملیات کړي.د سیمې قومي مشران هم وايي، په دغه عملیاتو کې هېڅ افغان نه وو شامل او یوازې بهرنیانو کړې دي.د جلګې قومي مشر حاجي حسن وايي که عملیات افغان ځواکونو کولی نو ولې یې په اړه ولایتي اداره له وړاندې نه وه خبره شوې، په داسې حال چې تر پېښې یوه ورځ ورسته والي اعلان وکړ چې په تنګي سیدان کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې څلور طالبان وژل شوي.