دخپریدو نیټه : 2016-02-27 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سوري ځواکونو د داعش ډلې ۳۵ جنګیالي وژلي
احمد فیصل
راپورونه وايي، د سوریې امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش ۳۵ جنګیالي وژلي دي. د سپوتنیک اژانس د راپور له مخې داعشیانو په سلامیه ښار کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل، چې له سخت غبرګون سره مخ شول. اژانس زیاتوي، په ځوابي برید کې د داعش ۳۵ جنګیالي وژل شوي او یو شمېر موټر او جنګي توکي هم ترې په سیمه کې پاتې دي. سوریه له ۲۰۱۱ میلادي کال رهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده، چې تازه پرون پکې اوربند اعلان شو، خو له دې سره سره په دغه هېواد کې نښتې شوې دي.