دخپریدو نیټه : 2016-02-27 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هلمند خلک: د پاکستان لخوا جوړو شویو تاسیساتو پر وړاندې ودرېدو ته چمتو یو
احمد فیصل
د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي، که حکومت د دغه ولایت په دېشو او بهرامچې ولسوالیو کې له ډېورنډ کرښې دې غاړې د پاکستاني پوځ د جوړو شویو تاسیساتو غم ونه خوري؛ ولسي خلک چمتو دي، چې په خپله یې پر وړاندې ودریږي. پاکستاني پوځیانو د هلمند په دېشو او بهرامچې ولسوالیو کې له ډیورنډ کرښې دې غاړې تاسیسات جوړ کړي، چې د هلمند ولایتي شورا د غړو په خبره افغان حکومت تر اوسه پرې غبرګون نه دی ښودلی. د هلمند د ولایتي شورا غړي حکومت د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته په ناپامۍ تورنوي او خبرداری ورکوي، چې که یې په دېشو او بهرامچې ولسوالیو کې له ډېورنډ کرښې دې غاړې د پاکستاني پوځ د جوړو شویو تاسیساتو غم ونه خوړ؛ ولسي خلک چمتو دي، چې په خپله یې پر وړاندې ودریږي. د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډه او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې د پاکستان له را تیریدو وروسته، اوس د دغه هېواد پوځیان هلمند کې هم له ډیورنډ کرښې دې غاړې پء پوځي تاسیساتو جوړولو بوخت دي. سرچینې وايي، د دغو پېښو په اړه حکومت غلی ناست دی او تر اوسه یې پر وړاندې ولسي خلکو غبرګون ښودلی دی.