دخپریدو نیټه : 2016-02-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په فراه کې د ملا رسول پلوي طالبان د ولایت مرکز ته په رسیدو دي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د فراه ولایت اوسېدونکي وايي، طالبان ورځ تر بلې ددغه ولایت د مرکز پولو ته نږدې کیږي؛ خو حکومت یې په غبرګون کې هېڅ اقدام نه دی کړی، چې دې چارې خلک انديښمن کړي او ګومان کوي، چې ملا رسول پلوي طالبان د حکومت د یو شمېر کړیو ملاتړ له ځان سره لري.
څو میاشتې وړاندې کله چې له ملا منصور څخه د جلا شوې ډلې یوه مشر ملا محمد رسول د طالبانو نوې ډله اعلان کړه، نو لومړۍ غونډه یې هم په فراه کې نیولې وه او له څو ورځو راهیسې یې ورته تدابیر نیول؛ خو حکومت یې پر وړاندې کوم اقدام ونه کړ او نه یې ددغه ډلې د غونډې په اړه څه وویل.
د فراه د بکواه ولسوالۍ یوه قومي مشر چې کابل ته راغلی سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د ملا محمد رسول پلوي طالبان ورځ تر بلې د فراه نویو سیمو ته ننوځي او آن د ولایت تر پولو رسیدلي؛ خو حکومت یې پر وړاندې نه کوم عملیات کړي او نه یې هم مخه نیولې ده.
دغه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، همدا راز وویل، د ملا محمد رسول طالبان په بکوا، پشترود او څو نورو ولسوالیو کې خپل محاکم او د نفوذ سیمې لري چې په اسانۍ په نښه کېدای شي؛ خو دا چې ولې په بغلان، یا فاریاب کې عملیاتو ته د حکومت لوړ پوړي چارواکي ورځي او فراه یې هېره ده؟ د اندیښنې وړ ده.
دده په وینا له خلکو سره داسې ویره شته چې دغه ډله طالبان دې د حکومت له منځه یوه کړۍ ددې لپاره تقویه کړي تر څو د ملا اختر محمد منصور طالبان پرې وځپي.
د هغه په وینا د فراه په بکوا کې د طالبانو په یوې ورستۍ صحرایي محکمه کې چې په یکه لنګ بابا زیارت سیمه کې یې درې ورځې وړاندې وکړه، یوه ښځه او خاوند یې زیارت د تللو په تور ووژل؛ خو نه یې حکومت غندنه وکړه او نه هم د بشر د حقونو په نامه چا غږ اوچت کړ.
د فراه د پولیسو ویاند اقبال باهر له خبریالانو سره به خبرو کې، یکه لنګ بابا زیارت ته د تللو په تور د یوې ښځې او خاوند د وژنې پخلی کړی؛ خو زیاته کړې یې ده چې دغه سیمه د دولت له ولکې بهر ده، نو ځکه دولت هلته څيړنې نه شي کولی.
د فراه د مرکز کرجي سیمې اوسیدونکي هم وايي، چې په دغه سیمه کې ورځ تر بلې د طالبانو نفوذ زیاتیږي؛ خو حکومت یې په اړه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د ایمیل په نوم ددغه سیمې یوه اوسېدونکي سرنوشت ته وویل: (( موږ نه پوهیږو چې اوس حکومت له طالبانو سره جګړه کوي که نه؟ ځکه په هلمند کې هره ورځ لسګونه امنیتي سرتیري ددې لپاره وژل کیږي، چې د سنګین په څير لرې پرتې سیمې له طالبانو پاکې کړې؛ خو په فراه کې یې مخه نه نیسي.))
د ایمیل په وینا که حکومت له ولایتونو او سیمو سره دوه ګونی چلند کوي، نو بیا د رسما اعلان وکړي، چې په فراه کې له طالبانو سره نشي جنګیدای چې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر یو بل انتخاب غور وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د فراه د ولایتي چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو، د کورنیو چارو وزارت بیا د سرنوشت د خبریال ټلفون ته ځواب نه وايي.
ددغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سرنوشت د خبریال ټیلیفوني اړیکه په بیا بیا پرې کوي او ویاند یې صدیق صدیقي ډیر وخت خپله شمېره بنده ساتي.